د کوهاټ ځنګل خېل سیمې وسیدونکي ملنګ اباد سره نزدې برېښنا د پرېکون (لوډشیډنګ) پر ضد سړک ته راوتلي او د احتجاج په توګه یې د کې ډي اې (کوهاټ ډویلپمنټ اتارټي) لویه لار د هر ډول ترافیک لپاره بنده کړې ده.
مظاهره چیانو په خپلو خبرو کې وویل چې د ګرمۍ په دې موسم کې دوی ته په ۲۴ ساعتونو کې یوازې یو ساعت بجلي ورکول کیږي، چې له امله یې د سیمې اوسېدونکي له سختو کړاوونو سره مخ دي.

د سیمې خلک تور لګوي چې د سیمه ییز ګریډ سټیشن د واپډا کارکوونکي غیر اعلانیه لوډشیډنګ ته د “فورس لوډشیډنګ” نوم ورکوي، چې له امله یې د خلکو ستونزې نورې هم زیاتې شوې دي.
په احتجاج کې برخه اخیستونکو د سیمې د مقامي او صوبايي استازو د مبینه د خاموشۍ پر ضد هم سختې نعرې ووهلې او وویل چې د دوی دا بې غوري د خلکو لپاره یوه د پوښتنې وړ خبره ده.
د یادونې وړ ده چې لد ضلعې انتظامیې او پولیسو سره د مظاهره چیانو په وړومبي پړاو کې مذاکرات ناکام شول، چې له امله یې خلکو د خپلو غوښتنو د منلو لپاره د سړک په منځ کې خیمې لګولي او د کوهاټ او کې ډي اې لویه لار یې په بشپړ ډول د ټرافیک پر مخ تړلې خو وروسته انتظامي چارواکو مظاهرجیانو ته یاده ستونزه دوه ورځو کې دننه د هوارولو باورتیا ورکړه او سړک د ټرېفک لپاره خلاص شو.
دا په داسې حال کې ده چې د ګرمي زیاتیدو سره سم نه یوازې کوهات بلکې د صوبې په نورو برخو کې هم د برېښنا یا د بجلۍ لوډشېډنګ زیات شوی چې پر ضد یې احتجاجونه شوي