کراچۍ کې یو هندو ډاکټر په ډزو وژل شوی،پولیسو پلټنې پیل کړې

د جولای په ۱۳ مه کراچۍ ښار کلفټن کې تین تلوار ته نږدې د یو بېنک مخې ته یو هندو ډاکټر آکاش نامعلومه وسله والو په ډزو وژلی دې.

د پولیسو په وینا دپښي پرمهال وسله والو له نوموړي څخه ۲۵ لکه پاکستانی روپۍ تښتېولي دي.

د پولیسو د معلوماتو له مخې، ډاکټر آکاش له خپل پلار او تره زوی سره له یوه بېنک څخه ۵۰ لکه روپۍ ایستلې وې او غوښتل یې دغه پیسې بل بېنک ته انتقال کړي. په موټر کې د ۲۵، ۲۵ لکو روپیو دوه بستې موجودې وې.

د جنوبي زون د پولیسو مشر اېس اېس پي مهروز علي مشال ډیجټل ته ویلي، کله چې موټر د بېنک مخې ته ودرېد، په موټرسایکل سپاره وسله وال ورورسېدل.،غلو پر ډاکټر اکاش او ملګرو او د بېنک په امنیتي ساتونکي ډزي وکړي، دبېنک ساتونکي هم پر غلو ډزې وکړې، په پښه کې ډاکټر اکاش ژوبل شوی وو چې وروسته یې ساه وکړه.

د هغه په وینا، وسله والو ۲۵ لکه روپۍ غلا کړې او وتښتېدل، پولیسو دپېښي پلټني پیل کړې دي.

د وژل شوي ډاکټر اکاش تره، کیم چند، ویلي چې آکاش د جناح روغتون ډاکټر و او له تېرو دوو کلونو راهیسې یې هلته دنده ترسره کوله. نوموړي اعلان کړی چې تر هغو به د ډاکټر اکاش جسد له سپارلو ډډه وکړي او احتجاج به کوي، څو چې د پېښې تورن ونه نیول شي.

په عین وخت دډاکټر دجسد سره دهغه کورنۍ او ګڼو نورو خلکو دکراچۍ په تین تلوار  سېمه کې احتجاجي پرلت پیل کړی وو، چې دحکومتي غړو سره د مزاکراتو وروسته یې دشپي ناوخته ختم کړ.

بلخوا د سېند اعلا وزیر مراد علي شاه ،دکورنیو چارو وزیر ضیاالحسن النجار، دپولیسو مشر آی جي جاوېد عالم اوډهو د پېښې نوټس اخیستی او اړوندو چارواکو ته یې د ژر او هر اړخیزې پلټنې او د تورنو د نیولو امر کړی دی. دډاکټر اکاش د وژنې پر ضد ځوانانو ډاکټرانو دکراچۍ په جناح روغتون، سول روغتون تر څنګ په نورو سرکاري روغتونونو کې داحتجاج په توګه د او پي ډي (د مریضانو د علاج ځایې نه) بايکاټ کړی او اجتجاجي  مظاهری یې کړي دي.

دا ليکنه په ټولنيزو رسنيو شريکه کړئ

زمونږ افيشل خپرونې په اي ميل وګورئ

خبرپاڼې ته ګډون وکړئ

د نویو خبرونو او مقالو لپاره خپل برېښنالیک ولیکئ.