ډولفین کب یا ماهی عموماً د ۱۲ میاشتو د امیندوارۍ/حامله توب وروسته بچی زېږوي. د زېږون وروسته، مور ډولفین خپل بچی د اوبو سر ته یعنې د ابو څخه یې لوړ راولي، څو هغه خپله لومړۍ ساه واخلي.
د حیواناتو ماهرین وایې، د ډولفین بچي تر دوو کلونو پورې د مور شیدې څښي. ورو ورو لویېږي او بیا د وړو کبانو او نورو کلکو خوړو خوړل پیلوي.

د ډولفین کب شیدې ډېرې غوړینې وي، چې د بچیانو په چټکه وده کې مرسته کوي.
نوی زېږېدلی ډولفین عموماً له ۳ تر ۴ فټه پورې اوږد لري او وزن یې له ۲۰ تر ۴۰ پونډو پورې وي.
د ډولفین بچي د لوبو او تقلید کولو مهارت لري. هغوی د خپلې مور او د ډلې د نورو غړو په کتلو او د هغوی په نقل کولو سره ښکار کول او په سمندر کې ګرځېدل زده کوي.
د ډولفین بچي ډېر ټولنیز وي او له خپلې مور او د ډلې له نورو غړو سره قوي اړیکې جوړوي.
د ډولفین مور خپل بچی له ځان سره ډېر نږدې ساتي او له ښکاریانو او نورو خطرونو یې ساتنه کوي. د ډلې ځوان غړي هم په ګډه د نوي زېږېدلو بچیانو پالنه او ساتنه کوي.
ډولفین یو ډېر هوښیار او پرمختللی او په اوبو کې خپلو بچیانو ته شیدې ورکونکی ژوی دی. د بدن د اندازې په پرتله د ډولفین دماغ لوی وي، او داسې پېچلي چلندونه ښيي لکه ستونزې حل کول، د وسایلو کارول او د بېلابېلو غږونو له لارې اړیکه نیول.

دوی د غږونو، لکه چغو، شپېلکو او د بدن د خوځښتونو په وسیله خبرې کوي. هره ډولفین خپله ځانګړې شپېلکه (سیټي) لري چې یوازې د هماغې لپاره ځانګړې وي. دې ته “د پېژندنې سیټي” ویل کېږي. دا داسې ده لکه د هغه ژوي خپل نوم وي.
د ډولفین د خوب طریقه هم ځانګړې ده. ډولفین د خپل دماغ(مغز) یوازې یوه نیمایي برخه خوب کوي، او بله نیمایي یې ویښه پاتې کېږي، څو د ساه اخیستلو لپاره د اوبو سطحې ته پام وکړي او د ښکاریانو او نورو خطرونو څخه ځان وساتي.
همدا پېچلي او حیرانوونکي چلندونه دي چې ډولفین یې د سمندر له تر ټولو مینه ناکو او زړه راښکونکو مخلوقاتو څخه ګرځولي دي.