د قدرتي افتونو د انتظام د خېبر پښتونخوا ادارې (پي ډي اېم ای) ترمخه، د جولایي نولسمې نېټې راهسې تر څلورویشتمې جولایي پورې په صوبه کښې د سختو بارانونو او ناڅاپي سېلابونو له امله ۲۸ کسان مړه او ۲۹ نور ژوبل شوي دي.
پي ډي اېم ای وايي، په مړو شوو کسانو کښې ۱۰ سړي، ۱۵ ماشومان او ۳ ښځې شاملې دي، او په ژوبل شوو کښې ۱۳ سړي، ۹ ښځې او ۷ ماشومان دي.
اداره زياتوي چې د بارانونو او سېلابونو له امله ۴۷ کورونو ته زيان رسېدلی، چې پکښې ۳۷ کورونه جزوي او ۱۰ کورونه په بشپړه توګه نړېدلي دي.
دا پېښې په پېښور، نوښار، خېبر، مردان، بونېر، باجوړ، شانګله، صوابۍ، پورته او کوز چترال، پورته او کوز دير، اېبټ آباد، مانسهره، هري پور، پورته کوهستان، ټانک، تورغر، کرم او شمالي او جنوبي وزيرستان ضلعو کښې رامنځته شوې دي.
پي ډي اېم ای وايي، د رېسکيو ۱۱۲۲، ضلعي انتظاميې او نورو اړوندو ادارو په مرسته د ژغورنې او امداد چارې روانې دي.