د مون سون په روان باراني موسم کې سیلابونو او د زمکې ښویدنې په خیبر پښتونخوا، ګلګت بلتستان، آزاد جمو او کشمیر او پنجاب کې کورونه، فصلونه، څاروي او سړکونه زیانمن کړي دي ۔
د پنجاب صوبې (ولايت) د ګوجرانواله او سیالکوټ ضلعو (اولسواليو) په ګډون په ډیرو سيمو کې خلک د ناورین له اغیزو سره لاس او ګریوان دي ۔ په ګوجرانواله او سيالکوټ کې ۲۴۵ ملي میتر او ۱۳۹ ملي میتر باران شوی دی ۔

د پاکستان د افتونو د مديريت ادره (نيشنل ډيزاسټر مينيجمنټ اتارټي يا اين ډي ايم اې) وايي چې د هند لخوا د رسمي معلوماتو د تایید پرته د اضافي اوبو خوشې کول په سيندونو کې د سيلابونو لامل ګرځيدلی دی ۔
اين ډي ايم اې وايي چې په خیبر پښتونخوا کې د سیلابونو او بارانونو پورې اړوند پیښو له امله د مړو شمیر ۲۲ او په پنجاب کې ۱۷ ته لوړ شوی دی ۔
په خيبر پښتونخوا کې په وژل شوو کسانو کي ۹ سړي ، ۱۰ ماشومان او ۳ ښځې شامل دي ۔ په ژوبل شوو کسانو کې ۱۱ سړي ، ۵ ښځې او ۷ ماشومان شامل دي ۔
د خلکو د ژغورنې ادارې يا ریسکیو ۱۱۲۲ ویاند نور اسلام رسنيو ته ليږلې يوه خبرپاڼه کې ويلي دي چې په خیبر پښتونخوا کې وروستۍ مرګ ژوبلې له شمالي وزیرستان څخه راپور شوې، چیرې چې دوه کسان د ټوچي سیند کې د سیلاب له امله ډوب شول او مړي يې وروسته له سیند څخه ترلاسه شول ۔
د خیبر پښتونخوا د د افتونو د مديريت ادره ( پي ډي ايم اى) وايي چې په ټوله صوبه (ولايت) کې سيلابونو او بارانونو ۲۹ کورونه زيانمن کړي او ۸ يې ويجاړ کړي دي او په لسګونو څاروي يې هم وژلي دي ۔
د پاکستان صدر (ولسمشر) اصف علي زرداري ټولو فدرالي، ولایتي او سیمه ییزو چارواکو ته لارښوونه وکړه چې د روانو مون سون بارانونو په پام کې نیولو سره د همغږۍ چمتووالي، ژغورنې او مرستې اقدامات ګړندي کړي ۔
هغه په يوه مطبوعاتي اعلامیه کې چارواکو ته لارښوونه وکړه چې همغږي چمتووالی، د ژغورنې او مرستې تدابیر زیات کړي ځکه چې هیواد د مون سون موسم یوه مهم پړاو ته ننوځي، د بارانونو زیاتوالي سره د سیلابونو، ورېځو د شليدو، د کنګلونو د جهيلونو د راوتلو، د زمکې ښویېدو، د سیندونو د سیلابونو او په زیانمنونکو سیمو کې د ښاري سیلابونو خطر زیات شوی دی ۔
هغه د بارانونو او اړوندو پیښو له امله د قیمتي ژوندونو او کورونو، ملکیتونو ته د زیان رسیدو په اړه ژوره خواشیني څرګنده کړه ۔