پټرول پمپ مالکانو د هېواد په کچه هړتال اعلان کړو

 

د آل پاکستان پټرول پمپ اونرز ایسوسی ایشن د جولایي په ۲۱مه له حکومت سره د خبرو اترو له ناکامېدو وروسته په ټول هېواد کې د نامعلومې مودې لپاره د احتجاج اعلان کړی دی.

د ایسوسی ایشن له خوا خپرې شوې اعلامیه کې ویل شوي چې د پټرولیم وفاقي وزیر علي پروېز ملک سره د پټرول پمپ مالکانو د ګټې (مارجن) زیاتولو او د پټرولیم  د بیعو د ورځني تعین په اړه خبرې کومې نتیجې ته ونه رسېدې

اعلامیه زیاتوي چې په دې اړه له څو اوونیو راهیسې مشورې روانې وې او د احتجاج لپاره ټول چمتووالی بشپړ شوی وو. د تنظیم تر مخې د جولایي د ۲۲مې او ۲۳ مې نېټې ترمنځ د شپې له ۱۲ بجو وروسته به د هېواد ټول پټرول پمپونه وتړل شي او احتجاج به تر هغه دوام وکړي چې حکومت د دوي غوښتنو ته مثبت او د منلو وړ ځواب ورنه کړي.

د ایسوسی ایشن مشر همایون خان او بیا په کراچۍ دیادې اتحادې مشر عبدالسمیع مشال ډیجیټل ته ویلي چې د دوي په غوښتنو کې د ډیلرانو د کمېشن زیاتوالی او د تېلو د بیعو میاشتنی تعین شامل وو

عبدالسمیع وویل چې ډیلران له جدي اقتصادي ستونزو سره مخ دي او د تېلو د بیعو د ورځني بدلون پالیسۍ په اړه دوي سره هېڅ مشوره نه ده شوې.

بلخوا، د پټرولیم وفاقي وزیر علي پروېز ملک تېره اوونۍ اعلان کړی و چې د تېلو د بیعو د تعین واک به اوس د اوګرا له خوا هره ورځ ترسره کېږي

د هغه په وینا، اوګرا به د پټرولیم نوې بیعې هره ورځ په خپله وېبپاڼه خپروي او د نړیوال بازار هر ډول بدلون به سمدستي پر اخستونکو اغېز وکړي.

د پټرول پمپ مالکانو داحتجاج له امله اندېښنه شته چې په هېواد کې به د تېلو رسد اغېزمن شي او عام خلک به له ستونزو سره مخ شي.

وفاقي حکومت تر وسه دپټرول پمپ مالکانو داحتجاج داعلان په غبرګون کې څه نه دې ویلي.

دا ليکنه په ټولنيزو رسنيو شريکه کړئ

زمونږ افيشل خپرونې په اي ميل وګورئ

خبرپاڼې ته ګډون وکړئ

د نویو خبرونو او مقالو لپاره خپل برېښنالیک ولیکئ.