پوليسو په کراچۍ کې د رینجرز پر کيمپ بريد کونکو نيولو ادعا کړې ده

د سیند حکومت او د ترهګرۍ ضد ادارې سي ټی ډي پولسیو چارواکو ویلي، د جون په ۲۷مه د کراچۍ په ګلستان جوهر کې د رینجرز پر کيمپ د شوي برید اصلي تورن قاري بشیر نیول شوی او د برید ټوله د اسانتیا برابروونکو شبکه یې هم افشا کړې ده ۔

د جولای په ۱۴ مه کراچۍ  پولیسو په مرکزي دفتر کې د سیند د کورنیو چارو وزیر ضیا لنجار، د سیند د پولیسو مشر جاويد عالم اوډهو او د سي ټي ډي مشر عرفان بهادر په ګډه خبري غونډه کې وویل چې د یاد برید پلان په افغانستان کې جوړ شوی و ۔

د سي ټي ډي مشر عرفان بهادر وویل، هغو قاچاقبرو ته هم لاسرسی شوی چې بریدګرو ته یې وسلې برابرولې ۔ د هغه په وینا، په برید کې د افغانستان او پاکستان دننه د ښکيلو کسانو شبکه هم بربنډه شوې ده، برید کوونکو کې افغانستان ننګرهار سره تعلق لرونکی عثمان په ژوبل حالت کې نیول شوی دی ۔

په نورو بريد ګرو کې دکونړ اوسېدونکی عمر فاروق  او ځانمرګی بريدګر جانان د فراه اوسېدونکی دي ۔

دا دوی په وینا د باجوړ اوسېدونکی بلال عرف عبدالهدي و چې وژل شوی دی ۔

چارواکو وویل، د جانان په نوم یوه ځانمرګي بریدګر د رینجرز د کيمپ د دروازې مخې ته ځان ته چاودنه ورکړه، او درې نور وسلوال کيمپ ته ننوتل ۔ د دوی په وینا، یو بریدګر د باجوړ اوسيدونکی او درې نور افغانان وو، چې روزنه، وسلې او چاودېدونکي توکي ورته له افغانستانه برابر شوي وو ۔

د چارواکو په وينا، بریدګرو ته لارښوونې له افغانستانه ورکول کېدې، دوی دا ادعا هم وکړه چې له نیول شویو اسانتیا برابروونکو څخه داسې ویډیوګانې ترلاسه شوې چې پکې د جماعت الاحرار په روزنیزو کيمپونو کې د بریدونو د چمتووالي او بیانونو ثبتول ښکاري ۔

عرفان بهادر وویل :

“د عثمان په نوم هغه بریدګر چې ټپي حالت کې نیول شوی، د پلټنو پر مهال یې اعتراف کړی چې په بېلابېلو روزنیزو کيمپونو کې یې پوځي روزنه ترلاسه کړې وه”

 هغه وويل چې څلور واړه بریدګر له افغانستانه کراچۍ ته راغلي وو او د حب چوکۍ له لارې کورنګۍ ته لېږدول شوي او په یوه کور کې ځای پر ځای شوي وو ۔

چارواکو زیاته کړه چې د برید ادعا شوی ماسټرماینډ محمد قاري بشیر نیول شوی او د ځینو نیول شویو اسانتیا برابروونکو د هند سره د اړیکو ادعا هم شوې ده ۔

ددوې په وینا د قاري بشېر په ګډون ۱۳ نوربرېد ګړو ته اسانتیاوي ورکونکې نیول شوي دي  ۔ د وسلې قاچاقبر احسان الله او ځني نور کسان هم نیول شوي دي ۔

د سیند د حکومت او امنیتي چارواکو له لوري په خبري غونډه کې شوې دې خبرو او دعوو په اړه تر اوسه په افغانستان کې واکمن د طالبانو حکومت تر اوسه څه نه دې ویلی خوله دې وړاندې یې تل د پاکستان لخوا دترهګرو مرستي، ملګرتیا او د ترګرۍ د پيښو د پاره د افغانستان زمکه کاررولو تورونه رد کړي دي  ۔

په کراچۍ کې دجون په۲۷ مه درینجرز په کیمپ وسله وال برید شوي وو چې پکې درې رینجرز عسکر او درې وسله وال وژل شوي وو.ددې برېد زمواري جماعت احرار وسله والي ډلي منلی وو.

دا ليکنه په ټولنيزو رسنيو شريکه کړئ

زمونږ افيشل خپرونې په اي ميل وګورئ

خبرپاڼې ته ګډون وکړئ

د نویو خبرونو او مقالو لپاره خپل برېښنالیک ولیکئ.