په پاکستان کې ګڼ دولتي ښونځي له ګڼو اسانتیاو نن هم بې برخي دي

د پاکستان د اقتصادي سروې ۲۰۲۵م او ۲۰۲۶ م کال له مخې، په هېواد کې ډېر دولتي ښوونځي( سرکاري اسکولونه) لا هم له بنسټیزو اسانتیاوو بې برخې دي.

راپور وايي چې ۳۵ سلنه دولتي ښوونځي تر اوسه د برېښنا اسانتیا نه لري، او یوازې ۶۵ سلنه ښوونځیو ته برېښنا رسېدلې ده. د تېر کال په پرتله د ښوونځیو د برېښنا په اسانتیا کې ۲ سلنه کموالی راغلی دی. په صوبايي کچه وضعیت لا خراب دی، په بلوچستان کې یوازې ۲۱ سلنه او په سند کې ۳۲ سلنه دولتي ښوونځیو ته برېښنا رسېدلې ده.

اقتصادي سروې دا هم څرګندوي چې په ښوونځیو کې د تشنابونو (بيت الخلاوو) اسانتیا کمي دي. د هېواد ۲۳ سلنه دولتي ښوونځي لا هم تشنابونه نه لري. د تېر کال په پرتله په دې برخه کې هم یو سلنه کمی راغلی دی. په ځانګړي ډول په بلوچستان کې حالت ډېر خراب دی، چې یوازې ۰.۳ سلنه دولتي ښوونځي تشنابونه لري.

راپور زیاتوي چې په دولتي ښوونځیو کې د پاکو څښاک اوبو اسانتیا هم د پام وړ ښه والی نه لري. راپور کې ویا شوي چې اوس مهال ۷۶ سلنه ښوونځي د څښاک اوبو اسانتیا لري، خو ۲۴ سلنه ښوونځي لا هم له پاکو اوبو بې برخې دي.

د اقتصادي سروې له مخې، په ښوونځیو کې د چاردیوالۍ (دېوالونو) اسانتیا هم کمي شوې د چې اوس مهال ۲۵ سلنه دولتي ښوونځي چاردیوالي نه لري، په داسې حال کې چې تېر کال دا کچه ۲۱ سلنه وه. روان مالي کال کې ۷۵ سلنه ښوونځي چارديوالي لري، خو تېر کال دا کچه ۷۹ سلنه وه.

دغه شمېرې ښيي چې په پاکستان کې د زده کړو (تعلیم) په برخه کې بنسټیزې اسانتیاوې لا هم کمزورې دي او د ښه والي لپاره جدي پاملرنې ته اړتیا لري.

دا ليکنه په ټولنيزو رسنيو شريکه کړئ

زمونږ افيشل خپرونې په اي ميل وګورئ

خبرپاڼې ته ګډون وکړئ

د نویو خبرونو او مقالو لپاره خپل برېښنالیک ولیکئ.