په پاکستان کې له ۲۵ میلیونو ډېر ماشومان لا هم له زده کړو بې برخې دي

د ملکي خدمتونو د روزنې اکاډمۍ (سول سروسز اکاډمۍ) د یوه نوي راپور له مخې، په پاکستان کې له ۲۵ میلیونو ډېر ماشومان لا هم ښوونځیو ته نه ځي.

په څېړنیز راپور کې ویل شوي چې، سره له دې چې حکومت دوه کاله مخکې په ټولو صوبو کې د زده کړو ملي کاري پلان (نېشنل ایجوکېشن ایکشن پلان) ۲۰۲۶ تر چتر لاندې تفصیلي پلانونه او لارې نقشې جوړې کړې او د تعلیمي بېړني حالت اعلان یې کړی و، بیا هم په هېواد کې د زده کړو کچه نوره هم ټیټه شوې ده.

راپور وايي چې د زده کړو ستونزه یوازې د تګلارې نه، بلکې د هغې د پلي کېدو هم ده. د حکومتونو کمزورې تګلارې، د ادارو ترمنځ د همغږۍ نشتوالی، د بودجې کموالی او د معلوماتو ناسم نظام د دې لامل شوي چې ماشومان له زده کړو بې برخې پاتې شي.

راپور زیاتوي چې دا ستونزه نوې نه ده، بلکې له ډېرو کلونو راهیسې روانه ده. د نفوس زیاتوالی، بېوزلي، کمزوری تعلیمي نظام او د حکومت کمه پانګونه دا ستونزه نوره هم پراخه کړې ده.

په راپور کې ویل شوي چې په پنجاب کې تر ټولو ډېر ماشومان له زده کړو بې برخې دي. په دغه ایالت کې له ۹۶ لکو څخه تر یو کروړ او څلورو لکو پورې ماشومان له ښوونځیو بهر دي. په سند کې دا شمېر شاوخوا ۷۴ لکه دی، چې ۴۱ لکه یې نجونې دي. په خیبر پښتونخوا کې نږدې ۴۹ لکه ماشومان له زده کړو بې برخې دي، او په بلوچستان کې وضعیت تر ټولو خراب بلل شوی، ځکه هلته د بنسټیزو اسانتیاوو سخت کمښت شته.

راپور وايي چې د اسلام‌اباد په ښاري سیمو کې د زده کړو کچه ښه ده، خو په کلیوالو سیمو کې وضعیت کمزوری دی. بلخوا، په ګلګت بلتستان او ازاد کشمیر کې د غرني جغرافیې او د والدینو د نالوستۍ له امله هم ګڼ ماشومان له زده کړو بې برخې پاتې کېږي.

راپور دا هم وايي چې په ځینو سیمو کې د ښځینه ښوونکو کمښت او ټولنیز خنډونه د نجونو د زده کړو پر وړاندې لوی خنډونه دي.

د راپور له مخې، سپارښتنه شوې چې د زده کوونکو لپاره دې یو ملي نوملړ ( رجسټر)جوړ شي او د نادرا د ماشومانو د ثبت سند (بي فارم) سره دې وتړل شي، ترڅو د زده کوونکو حاضري، نوملیکنه او له ښوونځي څخه د وتلو کچه په سمه توګه وڅارل شي.

راپور دا هم وړاندیز کوي چې رسمي او نارسمي تعلیمي نظامونه دې سره یوځای شي، دوه‌وارې ښوونځي دې فعال شي او بدیلې زده کړې دې قانوني حیثیت ومومي.

سربېره پر دې، د ښځینه ښوونکو د کمښت د جبران لپاره دې په لرې پرتو سیمو کې مالي اسانتیاوې او امتیازات ( مراعات)ورکړل شي. همدارنګه، په هغو سیمو کې چې د اقلیمي بدلونونو اغېز پرې ډېر دی، د ښوونځیو د بنسټیزو جوړښتونو د پیاوړتیا لپاره دې جدي ګامونه واخیستل شي.

ماهران وايي، که حکومت د زده کړو لپاره جدي ګامونه وانخلي نو دا ستونزه به لا پسې پراخه شي او ډېر ماشومان به د تل لپاره له زده کړو بې برخې پاتې شي.

د راپور له مخې، حکومت باید د زده کړو بودجه زیاته کړي، نور ښوونځي جوړ کړي، ښوونکي( استادان) وګوماري او داسې بهیر (نظام) رامنځته کړي چې هر ماشوم ښوونځي ته د زده کړو لپاره لاړ شي.

دا ليکنه په ټولنيزو رسنيو شريکه کړئ

زمونږ افيشل خپرونې په اي ميل وګورئ

خبرپاڼې ته ګډون وکړئ

د نویو خبرونو او مقالو لپاره خپل برېښنالیک ولیکئ.