پاکستان د څښاک د اوبو د کمبود سره مخ دی خو کارپوهان وايي چې دا يوازې د اوبو د کموالی ستونزه نه ده بلکې د خراب مدیریت پايله ده ۔
د قامي اسمبلي لپاره د اوبو د وزارت “منسټري اف واټر ريسورس ټو د نيشنل اسمبلي” ايوان ته جمع کړي خپلي يو راپور کې وايي چې پاکستان په نړۍ کې د اوبو له سترو کاروونکو هېوادونو څخه دی او هر کال شاوخوا ۱۸۳ ارب کیوبک میتر اوبه کاروي ۔ خو بیا هم، دا هېواد د اوبو د سخت کمښت پر لور روان دی ۔
راپور وايي چې په ملک کې د هر انسان لپاره د اوبو اندازه چې پخوا ۴۴۷۰ کیوبک میتر وه، اوس تر ۱۰۰۰ کیوبک میتره هم کمه شوې ده ۔ اوس په پاکستان کې اوبه د یو قیمتي شتمنۍ په توګه نه کارول کېږي ۔ د اوبو ککړيدل هم لويه ستونزه ، د ښارونو سخا اوبه، د فابریکو کیمیاوي مواد، او د کرنې زهرجن مواد ټول په سیندونو او زمکې لاندې اوبو کې ګډېږي ۔
ايشين ډيويلپمنټ بنک (د اسيا پرمختايي بانک) په خپله يوه څيړنه کې وايي چې په پاکستان کې ۱ نه تر ۲ سلنه ککړې اوبه صفا کېږي، او پاتې ټولې اوبه چاپېریال ته ککړې پرېښودل کېږي چي د دې له امله د خلکو روغتیا هم له خطر سره مخ ده ۔
د ماشومانو د پاره د ملګرو ملتونو ادارې (يونيسف) په کال ۲۰۲۳ کې په خپل کلني راپور کې ويلي وو چي په پاکستان کې تر ۱۰ ملينونو نه زيات ماشومان د څښلو صفا اوبو ته لاس رسي نه لري او هر کال شاوخوا ۵۳،۰۰۰ له پنځو کلونو نه کم عمر لرونکي ماشومان د ککړو اوبو او صفایۍ د نشتوالي له وجې مري ۔
په راپور کې ويل شوي وو چي په پاکستان کې اوس هم ۷۰ سلنه کورنۍ داسې اوبه کاروي چې په بيکټريا ککړې وي ۔
يونيسف په کال ۲۰۲۵ کې په خپل راپورکې ويلي ووچې د پاکستان تر ۸۰ سلنې زیات خلک پاکو اوبو ته لاس رسی نه لري ۔ له دې امله خلک په ټایفایډ، هیضه او نورې د اوبو له لارې خپرېدونکو ناروغيو اخته کيږي ۔
د صحت نړيواله اداره (ډبليو ايچ او) وايي چې د پاکستان په ډېرو ښارونو کې د څښاک اوبه د معیار مطابق نه دي ۔ په پاکستان کې د ۹۰ نه تر ۹۳ سلنه اوبه په کرنه کې کارول کېږي، خو د دې استعمال ډېر اغيزمن نه دی او یوازې د ۳۶ نه تر ۴۰ سلنه اوبه په سمه توګه کارول کېږي او نورې ضایع کېږي ۔
هر کال شاوخوا ۳۵ میلیونه ایکر فټ اوبه سمندر ته ځي، خو اصل ستونزه دا نه ده چې اوبه سمندر ته ځي، بلکې دا ده چې تر هغو ډېرې اوبه ضایع کيږي او ککړېږي ۔
ايشين ډيويلپمنټ بينک د کال ۲۰۲۵ د پاره په خپل يو راپور (ايشين واټر ډويلپمنټ آوټ لک) کې وايي چي د پاکستان ۸۰ سلنې څخه زیات خلک د پاکو اوبو د نشتوالي سره مخ دي ۔
راپور وايي چې د اوبو د کمبود غټې وجې د ابادۍ سيوا کيدل او د اوبو د استعمال په اړه کمزورې پاليسۍ دي ۔
په تېرو کلونو کې نړیوالو ادارو لکه ورلډ بینک، ایشین ډيویلپمنټ بینک او اسټیټ بینک آف پاکستان دا ویلي چې ستونزه معلومه ده، خو عمل نه کېږي ۔ قوانین شته، خو عملي نه کېږي، ادارې شته خو کمزورې دي، او د زمکې لاندې اوبه لا هم کمېږي ۔
د پنجاب د اوبوښور ادارې په کال ۲۰۲۵ کې يو راپور خپور کړي و چې تر مخه يي د اوبو حالت ډېر خراب شوی او د زمکې لاندې اوبه هر کال له نیم متره تر یو متر پورې کمېږي چي غټ لامل يي په صوبه کي د ټيوب ويلونو شميره سيوا کيدل دي ۔
راپور وايي چې په کال ۱۹۶۰ کې په ټول پنجاب کې فقط ۴۵۰۰ ټيوب ويلونه وو چې په کال ۲۰۲۴ کي يي شمير تر ۱۵ لکه زيات شوی دی ۔ پاکستان کونسل فار ریسرچ آن واټر ریسورسز په کال ۲۰۲۴ کې په خپل يو څيړنيز راپور کې ويلي وو چې په تيرو ۸ کلونو کې په ملک کې د زمکي لاندي اوبه شپږ سلنه کمې شوې دي ۔
د خيبرپښتونخوا ۳۳ سلنه زمکه د اوبو نه خالي شوي او ۲۴ سلنه زمکه کې اوبه په کميدو دي چي کروندي ته ډير زيان رسولی دی ۔
ايشين ډيويلپمنټ بينک په خپل څيړنيز راپور کې وايي چې پاکستان کې د هر کس لپاره د اوبو مقدار له ۳,۵۰۰ مکعب متره کمه شوې او یوازې ۱,۱۰۰ مکعب متره پاتې شوې، چې دا د اوبو د شدید کمښت نخښه ده، راپور وايي چې پاکستان ته د اوبو د ستونزې د هوارولو لپاره په راتلونکو لسو کلونو کې ۱۰ تر ۱۲ ټریلیونه روپۍ پکار دي چي د موسمياتي بدلونونو مخنيوي، د اوبو د استعمال کړنلارې، جدي پاليسۍ او عام خلکو ، کارخانه دارو او کروندګرو کي د اوبو د کم استعمال پوهاوي د پاره يې خرڅ کړي ۔