په ملاکنډ ډويژن کې د  ټيکس  دنفاذ په ضد شټرډاون هړتال، بازارونه تړل شوي

 د سوداګرو د اتحاديو، چيمبر اف کامرس او سياسي ګوندونو په غوښتنه د جولاي په ۲۱مه په ملاکنډ ډويژن کې دټيکس دنفاذ په ضد شټرډاون هړتال شوى، چې له امله يې په ګڼو سيمو کې بازارونه او   تجارتي مرکزونه تړل شوي دي .

د سوات په مرکزي ښار مينګوره کې ټول بازارونه، بينکونه، خصوصي تعليمي ادارې، عدالتونه او ګڼ شمېر واړه او لوي مارکيټونه تړل شويدي

  همدا شان  د ملاکنډ ډويژن په ټولو نهو ضلعو،   کوز دير، بر دير، ملاکنډ، بونير، شانګله، اپر چترال، لوير چترال او باجوړ کې هم   تجارتي مرکزونه تړل شوي وو. د ترلاسه شويو راپورونو   ترمخه  د دغو ضلعو مرکزي بازارونه هم  په مکمله توګه تړل شويدي 

د ملاکنډ ډويژن د  تاجرانو د اتحاديو مشر عبدالرحيم د مينګورې په نشاط چوک کې خبريالانو ته وويل چې صوبايي حکومت  د ملاکنډ ډويژن   نه ټول ماليات بېرته اخيستي دي. هغه  دمرکزي حکومت  نه وغوښتل چې د ملاکنډ ډويژن پخواني تاريخي او قانوني حيثيت بېرته بحال کړي او د سيمې خلکو ته   ټيکس  معاف کړي.

هغه خبرداري ورکړى چې که مرکزي حکومت زر تر زره  د ټيکس  نفاذ بېرته وانخلي، نو سوداګر به تر دې وروسته د “پيه جام”  هړتال اعلان کړي او د احتجاج په توګه به د ملاکنډ ډويژن مهمې لويې لارې هم وتړي.

بلخوا حکومت وايي چې د پخوانيو قبايلي سيمو او ملاکنډ ډويژن ځانګړى قانوني حيثيت د ۲۰۱۸ کال د پنځه ويشتم  اييني ترميم  تر مخه پاې ته ورسېدو او دا سيمې د پاکستان په عمومي قانوني چوکاټ کې شاملې شوې.

 حکومت زياتوي چې له دې وروسته هم دغو سيمو ته د څو کلونو لپاره د مالياتو په ورکړه کې ځانګړي رعايت ورکړل شوي و، خو اوس به د قانون له مخې د نورو سيمو په څېر ماليات ورکوي.

دا ليکنه په ټولنيزو رسنيو شريکه کړئ

زمونږ افيشل خپرونې په اي ميل وګورئ

خبرپاڼې ته ګډون وکړئ

د نویو خبرونو او مقالو لپاره خپل برېښنالیک ولیکئ.