د شمالي وزیرستان امنیتي وضعیت یو ځل بیا د اندېښنې وړ ګرځېدلی دی ۔ د جولای د ۱۱مې نېټې په شپه د میرعلي او میرانشاه اړوند د ډنډې درپخېل او انزر سیمو کې د نامعلومو وسلوالو له خوا په دواجلا جلا پيښو کې دوه وګړي وژل شوي او یو ځوان ټپي شوی دی ۔
د پولیسو او ځايي سرچینو د معلوماتو تر مخه، لومړۍ پېښه په میرعلي کې رامينځته شوې ده چې پکې د نامعلومو وسلوالو په ډزو دوه کسان پر ځای وژل شوي دي ۔
دویمه پېښه د میرانشاه د ډنډې درپخېل په سیمه کې شوې، چې پکې یو ځوان د نامعلومو وسلوالو د ډزو له امله ټپي شوی دی ۔ ژوبل شوی کس د لومړنۍ درملنې لپاره نږدې روغتون ته لېږدول شوی دی ۔
پولیس وايي چې د پلټنو لړۍ یې پیل کړې، خو بریدګر له سیمې په تېښته بریالي شوي دي ۔
د یادونې وړ ده چې په وروستیو اوونیو کې په شمالي وزیرستان، په ځانګړې توګه په میرعلي او میرانشاه کې، د هدفي وژنو او وسلوالو بریدونو ګڼې پېښې ثبت شوې دي، چې له امله یې د سیمې اوسېدونکي د امنیتي وضعیت په اړه جدي اندېښنې لري ۔ قومي مشرانو او ځايي خلکو له اړوندو ادارو غوښتنه کړې چې د امنیت د ټینګولو ترڅنګ د دغو پېښو عاملین ژر تر ژره ونيسي او د قانون سره سمې سزاګانې ورکړي ۔