په سېند صوبه کې ۲۴۰۰ کسانو ته جوړ زندانونو کې ۱۳ نیم زره بندیان ساتل کیږي

د سېند په زندانونو کې د بندیانو  شمېره د خپل مقرره شوي حد نه زیاته شوی ده .د سېند صوبی دکورنیو چارو محکمې د شمېرو له مخې، د صوبې په ۲۳ زندانونو کې د شاوخوا ۱۴ زره بندیانو یا قېدیانو د ساتلو ځای موجود دی، خو دا مهال د صوبی په زندانونو کې نږدې ۲۷ زره بندیان ساتل کېږي.

 په زندانونه د خپل اصلي ګنجایش پرتله شاوخوا ۱۳ زره زیات قېدیان ځای کړي، چې له امله یې ګڼې اداري، روغتیايي او امنیتي ستونزې رامنځته کیږي.

د سېند صوبې دکورنیو چارو محکمې د شمېرو له مخې، کراچۍ سنټرل جیل چې د ۲۴۰۰ بندیانو د ساتلو ګنجایش لري، اوس پکې نږدې ۸ زره قیدیان دي.

 همدارنګه دکراچۍ ملیر  زندان د ۲۲۰۰ قیدیانو لپاره جوړ شوی، خو اوس پکې ۵۶۴۴ بندیان موجود دي.

په حیدرآباد سنټرل جیل کې د شاوخوا ۱۵۰۰ کسانو د ځایولو ګنجایش شته، خو دا مهال پکې نږدې ۳ زره بندیان دي. په لاړکانه سنټرل جیل کې هم د شاوخوا ۶۵۰ کسانو پر ځای نږدې ۱۰۰۰ بندیان ساتل کېږي.

دمعلوماتو له مخې، په زندانونو کې ۴۵۹ د اعدام سزا لرونکي  بندیان او ۳۵۷۴ نور سزا شوي بندیان موجود دي، خو تر ټولو لویه برخه یې ۲۲ زره او ۶۴۴ انډر ټرایل (د عدالتونو د پرېکړې په انتظار) بندیان دي.

دا څرګندوي چې ډېری قېدیان لا تر اوسه دعدالتونو لخوه سزا شوي نه دي او د خپلو قضیو د پرېکړې په تمه په زندانونو کې شپې او ورځې تېروي.

په سېند صوبه کې د ښځو لپاره په درېیو ځانګړو زندانونو کې دا مهال ۴۳۸ ښځینه بندیانې ساتل کېږي.

د وکیلانو په وینا، عدالتونو کې د قضیو په پرېکړو کې اوږد ځنډ او د زرګونو انډر ټرایل بندیانو کلونه کلونه په زندانونو کې پاتې کېږی، او لیا د ضمانت د قضیو په پرېکړو کې ځنډ او یا د ضمانت د شرایطو نه پوره کېدل هم لوی علت دی.

وکیل قادرخان ایډوکیټ وایې پولیس په تورنو کسانو لګول شوي تورونو په ثبوتونو وړاندې کولو کې پاتې راځي او قضیې د ځڼډ ښکار کیږي.

بلخوا د بندیانو لپاره د استوګنې، خوراک او څښاک مناسب انتظام هم نه کیږي.

په کراچۍ کې دحناج روغتون  پروفېسر ډاکټر انعام احمد بیا وایې د روغتیايي اسانتیاوو نشوالی د ناروغیو د خپرېدو سبب ګرځي.،

دې زیاتوي چې د پوستکې او نوري خپریدونکې ناروغۍ دخپرېدو خطره زیاته وي بلخوا د زندان د امنیتي حالات خرابېدل او د شخړو، تاوتریخوالي او تېښتې خطر زیاتېږی، او د بندیانو پر ذهني حالت منفي اغېزې کیږي،

دا ليکنه په ټولنيزو رسنيو شريکه کړئ

زمونږ افيشل خپرونې په اي ميل وګورئ

خبرپاڼې ته ګډون وکړئ

د نویو خبرونو او مقالو لپاره خپل برېښنالیک ولیکئ.