په پاکستان کې د پولیو د مخنیوي پرلهپسې له هڅو سره سره، په درې صوبو کې د فاضله اوبو په نمونو کې یو ځل بیا د پولیو وایرس موندل شوې دي.
په پاکستان کې پولیو دمخنیوي ادارې یا این ای او سي، وایي چې د ۲۰۲۶ کال د مې میاشتې اخستل شوو د چاپېریالي نمونو د ازموینې کې په سېند، بلوچستان او خیبر پښتونخوا کې د پولیو ویروس شتون تایید شوی دی.
د چارواکو په وینا، په سېند کې د کشمور، قمبر شهداد کوټ کراچۍ ختیځ او کراچۍ لوېدیځ ضلعو سره د بلوچستان په ډېره بګټي او چمن، او په خیبر پښتونخوا کې بیا د پېښور او بنو د ګنده نالو یا فاضله اوبو نمونې د پولیو ویروس لپاره مثبتې راغلې دي.
این ای او سي زیاتوي چې د پنجاب، اسلاماباد، ازاد کشمیر او ګلګت بلتستان ټول چاپېریالي نمونې منفي راغلې دي او په دغو سیمو کې د پولیو وایرس نښې نه دي موندل شوې.
روغتیايي چارواکي وایي، په چاپېریالي نمونو کې د پولیو وایرس موندل ښايي چې وایرس لا هم په ځینو سیمو کې شته، او له والدینو یې غوښتنه کړې چې د پولیو د هر واکسین کمپاین پر مهال خپل ماشومان خامخا واکسین وکړي