په بنو کې د پوليسو سرتيری په هدفي بريد کې وژل شوی دی

د خيبر پښتونخوا په بنو ضلع کې د هوید روډ د لیړه پله سره نږدې نامعلومو وسله والو د دوشنبې په ورځ (۲۹ جون) په هدفي برید کې پولیس اهلکار عمر نیاز خان وژلي دی ۔

د پوليسو له‌ خوا خبريالانو سره شريک کړل شوي بيان کې دوي وایي، وژل شوی عمر نیاز خان د پوليسو د ډويژن مشر (ډي آيي جي) پر بنګله د ساتونکي په توګه دنده ترسره کوله ۔ په بيان کې ويل شوي دي چې عمر نياز د کور څخه دندې ته روان و، چې وسله‌والو له رکشې ښکته کړ او په ډزو یې وواژه ۔

د وژل شوي پوليس سرتيري جسد د بنو  مرکزي ضلعي روغتون (ډسټرکټ هيډکوارټر هسپتال) ته لېږدول شوی دی ۔

له پېښې وروسته پولیسو سیمه کلابنده کړې او د بریدګرو د نیولو لپاره یې د لټون عملیات پیل کړي دي ۔

په بنو ، لکي مروت او خواوشا سيمو کې دې وروستيو کې د وسله والو طالبانو له خوا پر پوليسو، د امن ‌کميټي غړو او نور سرکاري او عام وګړو باندې هدفي بریدونه زيات شوي دي ۔

 بل لور ته حکومت وایي چې د وسله والو پر ضد د خيبر پښتونخوا جنوبي ضلعو په ګڼو سیمو کې وخت پر وخت عملیات کړي او لا هم د وسله والو پر ضد د حکومت عملیات دوم لري ۔

دا ليکنه په ټولنيزو رسنيو شريکه کړئ

زمونږ افيشل خپرونې په اي ميل وګورئ

خبرپاڼې ته ګډون وکړئ

د نویو خبرونو او مقالو لپاره خپل برېښنالیک ولیکئ.