په بنو کې د وسله والو ضد عملیات روان دي، موبایل او انټرنټ خدمتونه تړل شوي

بنو کې د بکاخېل تحصیل اړوند په بېلابېلو سیمو، په ځانګړي ډول نرمي‌خېل، جاني‌خېل او له دغو په نښتو سېمو کې د پولیسو په وینا چې د استخباراتي معلوماتو په اساس د لټون عملیات روان دي.

د بنو د دغه سیمو د خلکو په خبره، چې د عملیاتو د بیل سره سم د بنو په ټوله ضلع کې د موبایل شبکو، انټرنټ او دولتي مخابراتي خدمتونه په بشپړ ډول ځنډول شوي، همدا شان د جاني خېل او بکاخېل پر لور وتلي مهمې لارې هم د تګ راتګ د پاره تړل شوي.

د پولیسو په شمول امنیتي سرچینې واېي، د رامنځته شوې ناڅرګندې امنیتي فضا له امله د بنو ښار، بکاخېل او نورو کوچنیو او لویو بازارونو کې کاروباري فعالیتونه اغېزمن شوي او زیاتره سیمې د معمول په پرتله کمې ګڼه ګوڼه لري.

بل خوا د پوځ مطبوعاتي څانګې اي ايس پي آر په خپل بيان کې ويلي چې په سېمه کې یې په تيرو ۲۴ ساعتونو کې ۳۰ پورې وسله وال وژلې دي.

بنو کې امنیتي چارواکو د نوم نه ښودلو په شرط ویلي، د امنیتي اندېښنو له امله د موبایل او انټرنېټي خدمتونو بندیز لګول شوی او امکان شته چې دا محدودیتونه د اګست تر ۲۵مې نېټې پورې دوام وکړي. بنو، په ځانګړي ډول بکاخېل او جاني‌خېل، له تېرو څو میاشتو راهیسې د امنیتي پېښو له زیاتوالي سره مخ دي. په دې موده کې پر پولیسو او امنیتي ځواکونو د وسله‌والو له لوري څو بریدونه شوي، او ترڅنګ یې لسګونه ولسي وګړي هم د نامعلومو وسله‌والو په هدفي بریدونو کې وژل شوي دي. د روان امنیتي وضعیت له امله د سیمې اوسېدونکي د خپل امنیت او ورځني ژوند په اړه اندېښنې څرګندوي.

دا ليکنه په ټولنيزو رسنيو شريکه کړئ

زمونږ افيشل خپرونې په اي ميل وګورئ

خبرپاڼې ته ګډون وکړئ

د نویو خبرونو او مقالو لپاره خپل برېښنالیک ولیکئ.