د مون سون یا پشکال موسم په وخت هوا کې د زیاتې نمۍ او خولو له امله د ګوتو ترمنځ د خارښت یا د فنګسي انفیکشن پېښې زیاتې شي.
د روغتیا پوهان وایي، یوازې د باران اوبه د فنګسي ناروغۍ لامل نه کېږي، بلکې د څرمنې اوږد وخت لوند پاتې کېدل او رطوبت د فنګس د ودې لپاره مناسب ماحول پیدا کوي.
د ماهرانو په وینا، هغه کسان چې شکر (ذیابیطس)، غټوالی، د وجود کمزوری دفاعي نظام لري یا ډېرې خولې پرې راځي، د فنګسي ناروغۍ د زیات خطر سره مخ وي. په دغو کسانو کې انفیکشن په ګرانه ښه کېږي او د ښه کیدو وروسته بیا د راګرځېدو امکان هم ډېر وي.
فنګسي ناروغي عموماً د بدن په هغو برخو کې پیدا کېږي چې خوله او نمی پکې زیاته وي، لکه ترخونه، ملا، غاړه، د لاس او پښو د ګوتو ترمنځ ګروتونه او دغه شان د پښو او سر څرمن.
چې څوک د فنګسي ناروغۍ ښکار شي. د هغه اغیزمن ځایې به خارښت کوي، څرمن به سره وي، سوځي به، داغونه به لري او پوټکي به ترې رژیږي.
ماهرین وایي، د بارانونو موسم کې، په خصوصي ډول د پشکال ورځو شپو کې لوندې جامې اغوستل، د خولو لوند لباس ډېر وخت پر ځان ساتل، لونده بوټان او جرابې استعمالول او تنګې جامې اغوستل د فنګسي ناروغۍ خطره څو چنده زیاتوي.
د ډاکټرانو په وینا، د باراني موسم د زیاتې نمۍ له امله سرهم ډېر وخت لوند پاتې کېږي، چې فنګس او بکټیریا ته د ودې زمینه برابروي. له دې امله د سر خشکي، خارښت، غوړوالی او ځینې وخت د ویښتانو پریوتل هم رامنځته کېدی شي.
ماهرین وایي، که څوک خارښت یا د څرمنې فنګسي ناروغۍ سره مخ شي. نو د ډاکټر د مشورې بغیر دې د میډیکل سټور نه د خپلې خوښې کریم یا دارو نه اخلي، ځکه ځینې کریمونه سټیرایډ لري چې خارښت د لنډ وخت د پاره کم کړي، خو فنګسي ناروغي لا پسې زیاتوي.