پاکستان کې دبارانونو له امله شوو پېښو کې دمړو شمير ١٠٧ ته رسيدلى

 دقدرتي افتونو په وخت  دمرستې ادارې  تيره ورځ پخپل يو بيان کې ويلي په ټول  پاکستان کې  دپشکال دروانو بارانونو له امله د مړو شمېر ١٠٧ ته رسېدلی دى.

 نېشنل ډيزاسټر منېجمنټ اتهارټۍ (اېن ډي اېم اى)  په  پنجاب کې د نورو ٧و  او خېبر پښتونخوا کښې د ٣و کسانو د مړينې پخلی کړی دى.

خېبر پښتونخوا کې   هنګو ضلعه کې دوه  اوپه  شانګله کې  دباران سره تړلو پېښو کې   مړه  شوي دي. اتهارټۍ وييلي چې زياتره مرګونه د کورونو نړېدو،  بجلۍ کرنټ او ډوبېدو له امله شوي دي.

 د اېن ډي اېم اى د 24 ګنټو تازه  رپورټ ترمخه، پنجاب کې د ګوجرانواله او اوکاړه ضلعو کښې ٢، ٢ کسان مړه شوي، په سرګودها، نارووال او سيالکوټ کې يو، يو تن ژوند د لاسه ورکړی دى.

په تېرو 24 ګنټو کښې پنجاب کې لږ تر لږه 47 کسان ژوبل شوي،  او په هنګو کښې 3 تنه  ژوبل شوي دي.

د اېن ډي اېم اى د شمېر ترمخه، د جون د 26مې نېټې راهيسې د  پشکال  بارانونو له امله په ټول  ملک کې 107 کسان مړه شوي دي.

تر ټولو زياتې 55  مرګونه په خېبر پښتونخوا کښې  شوي دي، ورپسې پنجاب کې ٢٦،   دپاکستان تر انتظام لاندې  کشمير کې ٧، بلوچستان کښې ٦، سندهـ کښې ٢ او ګلګت بلتستان کې يو تن مړ شوی دى.

بلخوا د پاکستان د موسمياتو ادارې پيشګويي( وړاندينه) کړې چې د جولايۍ له 29مې نېټې به د ملک  د لويو سيندونو په برنيو سيمو، اسلام اباد، برني پنجاب، ازاد کشمير، خېبر پښتونخوا او ګلګت بلتستان کې د بارانونو نوې لړۍ پيل شي. ادارې ويلي چې د جولايۍ تر 28مې د سېلابي بارانونو امکان نشته.

دا ليکنه په ټولنيزو رسنيو شريکه کړئ

زمونږ افيشل خپرونې په اي ميل وګورئ

خبرپاڼې ته ګډون وکړئ

د نویو خبرونو او مقالو لپاره خپل برېښنالیک ولیکئ.