د پاکستان د اطلاعاتو وزارت د جمعې په ورځ (۱۹م جون) په افغانستان کې د واکدار طالبانو هغه ادعاوې رد کړې چې وايي د خیبر پښتونخوا او بلوچستان په سرحدي سیمو کې یې د ترهګرو کيمپونه په نخښه کړي دي
وزارت په خپل یو بیان کې ويلې دي چې د “افغان طالبانو رژیم، د خپلو مختلفو تبلیغاتي ویناوو او رسمي بیانونو له لارې، ادعا کوي چې د خیبر پښتونخوا او بلوچستان په سرحدي سیمو کې یې د داعش ځینې کيمپونه د ډرون په کارولو سره په نخښه کړي دي ۔ دا ادعاوې د معمول په څیر دروغ دي”۔ وزارت تور لګوي چې د داعش په شمول د ترهګرو تر دوو درځنو څخه زيات کيمپونه په حقیقت کې د افغان طالبانو د رژیم تر کنټرول لاندې سیمو کې موقعیت لري، اداره کیږي او ملاتړ یې کیږي۔
د ورځې په پیل کې، افغان طالبانو ادعا کړې وه چې په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې یې د پولې سره نږدې د ترهګرو په پټنځایونو هوایي بریدونه کړي دي۔
دا پرمختګ یوه اونۍ وروسته پس له هغې رامينځته شو چې پاکستان د افغانستان سره د پولې په اوږدو کې د وسله والو په پټنځایونو بریدونه وکړل، چې د اطلاعاتو وزیر عطاءالله تارړ په وينا ۲۶ وسله وال پکې ووژل شول۔ خو د طالبانو حکومت ويلې وو چې د پاکستان دغه بريدونو کې ملکي خلکو ته مرګ ژوبله اوړېدلې وه۔
دا بریدونه په پاکستان کې د پرله پسې ترهګریزو پېښو، چې پوځيان او پولیس سر تېري پکې په نخښه شوي وو، وروستو ترسره شول۔
د پاکستان د اطلاعاتو وزرات د بيان ترمخه په افغانستان کې د طالبانو حکومت یوه ابتدايي بې پیلوټه الوتکه د خیبر په شینکو کې نږدې د پاکستان هوايي حریم ته ننوته او سمدلاسه د پاکستان د هوايي ځواک د خبرداري هوايي دفاع سیسټم لخوا وپیژندل شوه او له مينځه یوړل شوه۔
د پاکستان د اطلاعاتو وزارت د يو لوېدلي ډرون عکس هم شريک کړی دی۔
په بيان کې ادعا شوې ده چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت “د داسې ناوړه بیانونو خپرولو عادت لري او غواړي چې په ګاونډیو هیوادونو او سیمه کې د داعش، فتنه الخوارج، فتنه الهندوستان او نورو لخوا د ترسره شويو ترهګرۍ سره کړی خپل ملاتړ پټ کړي”۔
د پاکستان حکومت د ‘فتنه الخوارج’ اصطلاح د ناقانونه ګرځول شوې وسله ډلې تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) او د هغې د ملګرو د پاره کاروي ۔ د ‘فتنه الهندوستان’ اصطلاح د هغو ډلو د پاره کاروي چې دوی یې د هند لخوا د پاکستان په خاوره کې د ترهګریزو بریدونو د ترسره کولو لپاره د ملاتړ کولو تور لګوي۔
اسلام آباد په وار وار د طالبانو حکومت څخه غوښتي چې په افغان خاوره کې د وسله والو پټنځایونه له مينځه یوسي، په ځانګړې توګه هغه چې له ټي ټي پي سره تړاو لري ۔
افغان طالبانو دا تورونه رد کړي دي او وايي چې په پاکستان کې ترهګري د دې هيواد داخلي ستونزه ده ۔