دچين مشهور دګاډو مشهورې جوړونکې کمپنۍ بي وايي ډي په پاکستان کې دخپلې نورې توانايۍ ګاډو( اين اي ويز) تراوسه ترټولو لويې کهيپ رسولى چې پکې ددوه زرو نه زيات ګاډي شامل دي
دکمپنۍ ترمخه دا ګاډي دکراچۍ بندرګاه ته رسول شويدي، دا په داسې وخت کې ده چې په عالمي کچه دتيلو په قيمتونو کې لوړو ژورو، په پاکستان کې دپيټروليم مصنوعاتو نرخونو او دحکومت لخوا دتيلو درامدي لګښتونو يا اخراجاتو کمولو دکوششونو په وجه داليکټرک ګاډو په طلب کې اضافه روانه ده.
دا کهيپ پاکستان ته دپيټرولو او ډيزلو په نرخونو کې داضافې نه صرف يوه ورځ پس رارسول شويدي، حکومت دتيلو په عالمي منډۍ کې دغيريقيني صورتحال په وجه دتيلو دبيعو دتعين طريقه کار دهفته وار نه بدل کړى او دروزانه په بنياد يې کوي.
دبي وايي ډي دپاکستان دخرڅ اوسټريټجۍ مرستيال صدر دانش خليق وينا ده دا پرمختګ دپاکستان دصارفينو په اليکټرک ګاډو دسيوا کيدونکي اعتماد او په ملک کې دماحول دوسته سفري نظام په لوري درجحان عکاسي کوي.
هغه ويلي په ټوله نړۍ کې دبي وايي ډي ګاډو غيرمعمولي طلب او عالمي سپلايي چين دمسايلو باوجود کمپنۍ دخپلو شراکت دارانو رسه په شرکيه دګاډو دورکړې او ترسيل نظام بهتر کړى دى.