پاکستان او انګلستان به د کرکټ پنځه یو ورځنۍ لوبې وکړي

د انګلستان او ویلز کرکټ بورډ (انګلينډ كركټ بورډ) د ۲۰۲۷ کال د کورني نړیوال کرکټ بشپړ مهالوېش اعلان کړی دی. د مهالوېش له مخې به د انګلستان نارینه کرکټ لوبډله خپل کورنی سیزن د پاکستان پر ضد د پنځو یو ورځنیو (ون ډے انټرنيشنل) سیالیو په لړۍ پیل کړي.

د (انګلينډ كركټ بورډ) په وینا، د لړۍ لومړۍ لوبه به د مې په ۱۵مه د ساوتهیمپټن په یوټیلیټا باول لوبغالي کې ترسره شي. له هغې وروسته به دواړه لوبډلې په اولډ ټرافورډ، هیډنګلي، ډرهم او سوفیا ګارډنز کې هم سیالۍ وکړي او دا لړۍ به د مې میاشتې تر پایه بشپړه شي.

تمه ده چې دا لړۍ به د دواړو هېوادونو لپاره مهمه وي، ځکه پاکستان او انګلستان دواړه د ۲۰۲۷ نړیوال جام ته د چمتووالي لپاره خپلې لوبډلې ازموي او د لوبغاړو کارکردګي به ارزوي.

له پاکستان سره د یو ورځنیو سیالیو وروسته به انګلستان د مې په ۲۸مه په لارډز لوبغالي کې د بنګله دېش پر ضد یوازینۍ ټېسټ لوبه وکړي. ورپسې به د جون په ۱۸مه د اسټرالیا پر ضد د پنځو ټېسټونو تاریخي ایشیز لړۍ پیل شي، چې د انګلستان د کرکټ د سیزن تر ټولو مهمه سیالي بلل کېږي.

د (انګلينډ كركټ بورډ) مشر اجرائیه رئیس رچرډ ګولډ ویلي، د ۲۰۲۷ کال سیزن به د انګلستان د کرکټ لپاره ډېر مهم وي او دوی د پاکستان، بنګله دېش، اسټرالیا او نیوزیلینډ لوبډلو هرکلي ته سترګې په لار دي.

دا ليکنه په ټولنيزو رسنيو شريکه کړئ

زمونږ افيشل خپرونې په اي ميل وګورئ

خبرپاڼې ته ګډون وکړئ

د نویو خبرونو او مقالو لپاره خپل برېښنالیک ولیکئ.