پاکستاني سپنر ابرار احمد د ای سي سي په درجه بندۍ کې ستر پرمختګ وکړ

د پاکستان کرکټ لوبغاړي ابرار احمد د نړیوال کرکټ شورا (اي سي سي) د شل اوریزه (ټي ټونټي ) سیالیو کې د بالرانو په درجه بندۍ کې دوېم مقام خپل کړی دی او د هند ورون چکرورتي یې شاته پرېښی دی.

د تازه درجه بندۍ له مخې، ابرار احمد یوه پوړۍ پورته شوی او د 736 پواېنټونو سره دوېم نمبر ته رسېدلی دی. په دې لړ کې د افغانستان مشهور سپنر راشد خان د 753 پواینټونو سره لا هم په لومړي مقام کې دی، او د هند ورون چکرورتي درېیم مقام لري.

د بیټرانو په درجه بندۍ کې د پاکستان اوپنر صاحبزاده فرحان د 848 پواینټونو سره درېیم مقام ساتلی دی. د هند ایشان کشن بیا لومړی مقام ترلاسه کړی او ابھیشیک شرما دوېم ځای ته تللی دی.

همدارنګه د آل راونډرانو په درجه بندۍ کې د پاکستان صائم ایوب درېیم مقام کې دی، په داسې حال کې چې د زمبابوې سکندر رضا لومړی او د هند هاردک پانډیا دوېم مقام لري.

دا ليکنه په ټولنيزو رسنيو شريکه کړئ

زمونږ افيشل خپرونې په اي ميل وګورئ

خبرپاڼې ته ګډون وکړئ

د نویو خبرونو او مقالو لپاره خپل برېښنالیک ولیکئ.