د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ويلي، د امريکا وروستي هوايي بريدونه پر ايران “ډېر سخت” وو او دا بريدونه د هغو درېيو امريکايي پوځيانو په ياد شوي چې په وروستيو ورځو کې په اردن او عراق کې وژل شوي دي. د ټرمپ په وينا، دوه پوځيان په اردن او يو په عراق کې وژل شوی دی.
د امريکا مرکزي قوماندانۍ (سېنټکام) ويلي، د دوشنبې په سهار يې د نهمې پرله پسې شپې لپاره پر ايران د بريدونو نوې لړۍ پيل کړه. د امريکا په وينا، په دې بريدونو کې د ايران ځينې پوځي مرکزونه او د مخابراتو نظام په نښه شوی، څو د هرمز تنګي کې د بېړيو پر ضد د ايران د بريدونو توان کم شي.
بل لور ته ايران وايي، په سوريه کې يې د امريکايي ځواکونو پر ضد “ناڅاپي بريد” کړی او د اردن د عقبې هوايي اډه کې يې امريکايي الوتکې هم په نښه کړې دي. د کوېټ پوځ هم ويلي چې د ايران ځينې ډرون الوتکې يې راپرځولې دي.
د ايران تسنيم خبري اژانس د راپور له مخې، د امريکا په بريدونو کې تبريز، چابهار، کنارک، بندر ماهشهر او بندر امام خميني ښارونه په نښه شوي دي. ايراني دولتي رسنۍ دا هم وايي چې د هرمز تنګي سره نږدې دوه د تېلو ټانکرونه چاودېدلي، خو امريکايي پوځ د دې ادعا پخلی نه دی کړی.
د ايران د اسلامي انقلاب ساتونکو ځواک (IRGC) خبرداری ورکړی چې که امريکايي بريدونه روان وي، نو د هرمز تنګی به د تېلو او ګازو د لېږد لپاره خوندي نه وي او ايران به خپل ځوابي عمليات جاري وساتي.
په همدې حال کې د امريکا د بهرنيو چارو وزير مارکو روبيو ويلي، واشنګټن لا هم د ستونزې د سوله ييز او ډيپلوماتيک حل ملاتړ کوي، خو زياته کړې يې ده چې نړيواله ټولنه بايد پرېکړه وکړي چې د هرمز په څېر مهمه سمندري لار د ايران تر فشار لاندې پرېږدي او که نه.