د کوانټم کمپيوټر په نړۍ کې يو مهم پرمختګ شوی او چينايي ساينسپوهانو د “هاني يوان-۲” په نوم يو نوی دوه-هسته ييز (ډوول کور) کوانټم کمپيوټر معرفي کړی دی ۔
څېړونکي وايي چې دا سيستم د پخوانيو کوانټم کمپيوټرونو په پرتله زيات باثباته او اغېزمن دی ۔
د راپورونو تر مخه ، په دې نوي کمپيوټر کې دوه جلا کوانټمي برخې يو ځای کار کوي ۔ يوه برخه د محاسبې دنده ترسره کوي او بله برخه د تيروتنو په کمولو او د سيستم په ثبات کې مرسته کوي ۔
ساينسپوهان وايي چې دا طريقه د کوانټم کمپيوټرونو يوه لويه ستونزه، يعنې د معلوماتو ضايع کېدل، کمولی شي ۔ دوی زياتوي چې دا ټېکنالوژي د درملو د څېړنې، مصنوعي ځيرکتيا، انرژۍ او مالي چارو په څېر برخو کې د ډېرو پېچلو مسئلو د حل توان لري ۔
د نوي سيستم يوه بله ځانګړنه دا ده چې د پخوانيو کوانټم ماشينونو په پرتله لږه برېښنا کاروي او ساتنه يې هم اسانه ده ۔
بلخوا، مايکروسافټ هم خپل نوی “ماجورانا۔۲ ” کوانټم چپ معرفي کړی او ادعا کوي چې د دې چپ ځينې برخې د پخواني نسل په پرتله زر چنده زياتې باوري دي ۔
ساينسپوهان باور لري چې د دغو پرمختګونو له امله به په راتلونکو کلونو کې کوانټم کمپيوټرونه له لابراتوارونو ووځي او د خلکو په ورځني ژوند او صنعتونو کې به وکارول شي ۔
