مېسي د نړیوال جام په تاریخ کې تر ټولو زیات ګولونه کوونکی لوبغاړی شو

د ارجنټاین نامتو فوټبالر ليونيل مېسي د دوشنبې په ورځ د نړیوال جام په تاریخ کې د تر ټولو زیات ګولونو ریکارډ خپل کړ۔

مېسي د ۲۰۲۶م نړیوال جام د ګروپ”جۍ” په لوبه کې د اسټريا پر وړاندې دوه ګولونه وکړل او خپل ټول نړیوال جامي ګولونه یې ۱۸ ته ورسول۔ په دې سره هغه د جرمني پخوانی ستوری میروسلاف کلوزه شاته پرېښود، چې ۱۶ ګولونه یې کړي وو۔

مېسي د لوبې په پیل کې یو پنالټي ضایع کړه، خو وروسته یې په ۳۸م منټ کې لومړی ګول وکړ۔ نوموړي د لوبې په وروستیو شېبو کې دویم ګول هم وواهه او ارجنټاین یې په ۲-۰  بریالی کړ۔

د دې بریا سره ارجنټاین د نړیوال جام د ناک اوټ پړاو ته هم لار پیدا کړه۔

مېسي له ۲۰۲۲م کال راهیسې په پرله‌پسې شپږو نړیوال جام لوبو کې ګولونه کړي دي. د هغه ۱۸م ګول نه یوازې د نارینه وو نړیوال جام نوی ریکارډ دی، بلکې هغه د ښځینه نړیوال جام د غوره ګول وهونکې مارتا له ۱۷ ګولونو هم مخکې شو۔

له لوبې وروسته مېسي وویل: “کله چې مې پنالټي ضایع کړه، ډېر خفه شوم، خو خوشحاله یم چې وروسته مې دا تېروتنه را اوګرځوله۔”

مېسي څو ورځې وړاندې د الجزایر پر وړاندې د ارجنټاین په لومړۍ لوبه کې هیټریک هم کړی و، چې دا د هغه د نړیوال کیریر یوولسم هیټریک او په نړیوال جام کې لومړی هیټریک و۔

د ارجنټاین کپتان خپل لومړی نړیوال جام ګول شل کاله وړاندې، د ۲۰۰۶م کال د جون په ۱۶مه، د سربیا او مونټېنېګرو پر وړاندې کړی و۔ اوس، شل کاله وروسته، هغه لا هم نوي ریکارډونه جوړوي۔

مېسي تر اوسه د ارجنټاین لپاره ۱۲۲ نړیوال ګولونه کړي دي. له هغه څخه یوازې د پرتګال ستوری کرسټیانو رونالډو مخکې دی، چې ۱۴۳ نړیوال ګولونه لري۔

دا ليکنه په ټولنيزو رسنيو شريکه کړئ

زمونږ افيشل خپرونې په اي ميل وګورئ

خبرپاڼې ته ګډون وکړئ

د نویو خبرونو او مقالو لپاره خپل برېښنالیک ولیکئ.