ملاکنډ کې د امنيت په اړه د پوليسو لوړه غونډه، مهمې پرېکړې

 په سيدو شريف کې د جولای په شلمه د ملاکنډ ډويژن د امن او امان د وضعيت او د ترهګرۍ د مخنيوي په اړه د پوليسو يوه لوړپوړې غونډه وشوه، چې پکې د امنيت د لا ټينګښت لپاره مهمې پرېکړې وشوې.

له غونډې وروسته د ملاکنډ ريجنل پوليس افسر (RPO) سيد فدا حسن شاه رسنيو ته وويل، چې په سوات او د ملاکنډ ډويژن په ټولو ضلعو کې د قانون واکمني ټينګه ده او پوليس به هېچا ته اجازه ور نه کړي چې د امن او امان وضعيت ګډوډ کړي.

هغه وويل، د يوې جامع تګلارې له مخې به د وسله والو پر ضد عمليات او امنيتي اقدامات دوام لري. د نوموړي په وينا، د پوليسو ځواک بشپړه روزنه ترلاسه کړې او په عصري وسلو او تجهيزاتو سمبال دی.

سيد فدا حسن شاه زياته کړه، چې د ملاکنډ ډويژن په هېڅ يو سيمه کې “نوګو ايريا” نشته او پوليسو په ټولو سيمو کې خپل حضور او ګزمې يقيني کړې دي. نوموړي پر سيلانيانو هم غږ وکړ، چې په ډاډه زړه سوات او ملاکنډ ډويژن ته د سيلګرۍ د پاره سفر وکړي، ځکه د هغوی د امنيت لپاره ټول لازم ګامونه پورته شوي دي.

بل لور ته، تر دې يوه ورځ وړاندې د جولای په نولسمه په مينګوره کې د سوات قامي جرګې د کارنده کمېټې غونډه شوې وه. د جرګې وياند احمد شاه او خورشيد کاکا له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې جرګه په سوات او د ملاکنډ ډويژن په بېلابېلو سيمو کې د وسله والو د فعاليتونو، هدفي وژنو او سياسي او ولسي شخصيتونو ته د ګواښونو له امله سخته اندېښنه لري.

خبرپاڼه زياتوي، چې په ننګولۍ کې د جرګې د غړي او سياسي شخصيت ممتاز علي خان باندې د ورځې په رڼا کې بريد دا څرګندوي چې د سيمې امنيتي وضعيت لا هم د اندېښنې وړ دی. جرګې له حکومت څخه غوښتي، چې د وسله والو پر ضد دې بېړنۍ او اغېزمنه کارروایي وکړي، ګني دوی به احتجاجي لړۍ پيل کړي.

د يادونې وړ ده، چې د جولای په پنځمه د سوات د کبل او مټې په تحصيلونو کې پر ځايي مشرانو بريدونه شوي وو، چې له امله يې يو کس وژل شوی او پنځه نور ټپيان شوي وو. په ټپيانو کې د ريسکيو ۱۱۲۲ يو اهلکار هم شامل و. همدارنګه په همدې موده کې د پوليسو پر ګاډو هم ډزې شوې وې، او په وروستيو ورځو کې د سوات په بېلابېلو سيمو کې د وسله والو د فعاليتونو انځورونه هم پر ټولنيزو رسنيو خپاره شوي دي_

دا ليکنه په ټولنيزو رسنيو شريکه کړئ

زمونږ افيشل خپرونې په اي ميل وګورئ

خبرپاڼې ته ګډون وکړئ

د نویو خبرونو او مقالو لپاره خپل برېښنالیک ولیکئ.