ملاکنډ ډويژن کې د ټيکسونو پر ضد د جولای په ۲۱مه شټر ډاون اعلان شوی

سوات مينګوره کي د تجارتي اتحاديو مشرانو، چيمبر اف کامرس، د سياسي ګوندونو استازو په ګډه خبري غونډه کې له وفاقي حکومت څخه غوښتنه کړې چې د ملاکنډ ډویژن ځانګړی اييني حیثیت دې پر خپل ځای وساتل شي او په سیمه کې دې د نوي ټيکسونو نه عملي کوي۔ خبري غونډه کې د ايکشن کميټۍ غړي او د ملاکنډ ډويژن د تاجرانو د اتحاديې مشر عبدالرحيم خبرداری ورکړی چې که حکومت یې غوښتنې ونه مني، نو د جولای په ۲۱مه به په ټول ملاکنډ ډویژن کې بشپړ شټرډاون هرتال کوي۔

د نياز احمد خان ويډيو

ملاکنډ کې شټرډاون

دا ليکنه په ټولنيزو رسنيو شريکه کړئ

زمونږ افيشل خپرونې په اي ميل وګورئ

خبرپاڼې ته ګډون وکړئ

د نویو خبرونو او مقالو لپاره خپل برېښنالیک ولیکئ.