د جولای ۱۲مه نېټه د بلوچستان په بلوڅ مېشته سیمه ماشکېل کې د نامالومه موټر سایکل سورو وسلوالو لخوا پر یوه سالون(حمام) باندې ډزي شوي چې له امله ۵ کسان وژل شوي.
وژل شوي کسان د پاکستان د پنجاب صوبې اوسېدونکي و چې سالون کې یې مزدوري کوله.
د بلوچستان حکومت د ماشکېل په سیمه کې د ۵ مزدورانو د وژل کېدو پېښه په سختو ټکو غندلې، د شفافو او بېپرې پلټنو امر یې کړی او ویلي یې دي چې په پېښه کې ککڼ کسان به د قانون منګولو ته وسپارل شي.
د بلوچستان اعلا وزیر میر سرفراز بګټي د یکشنبې په ورځ په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې وژل شوي کسان یوازې پنجابي مزدوران نه وو، بلکې د پاکستان وګړي، مزدوران زموږ وروڼه وو. د هغه په وینا، پر دغو بېګناه ملکي وګړو برید یوازې د یوه قوم یا صوبې پر ضد نه، بلکې د پاکستان د یووالي، اساسي قانون او دولت پر ضد برید دی.
بګټي زیاته کړه، هغه وسلوال چې د ده په وینا د ازادۍ د تحریک تر نامه لاندې فعالیت کوي، بې وزله مزدورانو په نښه کولو سره خپلې موخې نړۍ ته څرګندې کړې دي. د هغه په خبره، د دغو وسلوالو موخه د کوم حق لپاره مبارزه نه، بلکې وېره خپرول، وینه تویول او پاکستان بېثباته کول دي.
اعلا وزیر ټینګار وکړ چې د دولت ضد عناصرو او د هغوی له ملاتړو سره به هېڅ ډول نرمي ونه شي، د پاکستاني وګړو د وینې د هر څاڅکي حساب به اخیستل کېږي او په ترهګرۍ کې ښکېل هر تورن به عدالت ته سپارل کېږي. هغه زیاته کړه چې د دولت پر واکمنۍ د برید کوونکو پر ضد به لا پرېکنده اقدامات وشي او د وروستي وسلوال تر له منځه وړلو پورې به مبارزه دوام ولري.
بلخوا د بلوچستان د اعلا وزیر د رسنیو سلاکار شاهد رند ویلي، حکومت د پېښې سمدستي نوټس اخیستی او د رڼو او بېطرفه پلټنو امر یې کړی دی. د هغه په وینا، قانون پلي کوونکو ادارو ته د تورنو د ژر تر ژره نیولو او عدالت ته د سپارلو لارښوونه شوې ده.
شاهد رند وویل، حکومت د وژل شویو له کورنیو سره په دې غم کې ځان شریک ګڼي او ورسره به هر ډول ممکنه مرسته وکړي. هغه ټینګار وکړ چې حکومت به په بلوچستان کې د امن او نظم د ګډوډولو هېڅ هڅه بریالۍ نه پرېږدي، د خلکو د سر او مال ساتنه به یقیني کړي او د وېرې او ترهې خپروونکو پر ضد به خپلې کړنې روانې وساتي.
ماشکېل کې د مزدورانو د وژنې زمواري تر دې دمه چا په غاړه نه دهداخستې.