له شارجې پاکستان ته روانه کارګو الوتکه د کراچۍ ساحل ته نږدې غورځېدلي ده

دجولای په ۷ مه دشپي د شارجې نه کراچۍ ته روانه د کی ټو ایروېز بوینګ 737 کارګو الوتکه په سمندر کې غورځیدلي.

 د پاکستان د هوايي ډګرونو ادارې سول ایوی ایشن اتهارټۍ په وینا، په الوتکه کې د عملې پنځه غړي سپاره وو او د هغوی د موندلو لپاره پراخ د لټون او ژغورنې عملیات روان دي.

د پاکستان د هوايي ډګرونو ادارې دجولای په ۷ دشپی په خپل بیان کې ویلي،الوتکا د پاکستان پر وخت د شپې په ۹بجي او۱۸ منټه د خپل نیویګېشن یا لارموندنې سیسټم د خرابۍ راپور ورکړ ،او له دې وروسته د کراچۍ د هوايي ترافیک کنټرول مرکز سمدستي د الوتکې ته لارښوونې او مرستې هڅې پیل کړې.

د ادارې د معلوماتو له مخې، د شپې په ۹ بجی او ۲۱ مېنټه په رېډار ولیدل شول چې الوتکه په چټکۍ سره ښکته کېږي او له کراچۍ څخه شاوخوا ۱۵۵ ناټیکل میله د لویدیځ لوري په سمندر کې لادرکه شوه.

تر دې پېښې وروسته د پاکستان د هوايي ډګرونو ادارې د ریسکیو  مرکز یې فعال کړ او د بېلابېلو ادارو په مرسته یې په عرب سمندر کې د الوتکې د موندلو لپاره د لټون او ژغورنې ګډ عملیات پیل کړي دي.

بلخوا د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو ادارې اې ایس پي ار په خپل بیان کې  ویلي، د لټون عملیات یې پیل کړي دي او د پاکستان بحري/سمندري ځواک، هوايي ځواک او نور اړوند ادارې پکې برخه اخلي.

د اې ایس پي ار  په وینا، د پاکستان بحري ځواک جنګي بېړۍ پي این ایس ذوالفقار د پېښې سیمې ته استول شوې ده، او د پاکستان هوايي ځواک بېلابېل هوايي الوتکې هم د لټون اوسمدستي ژغورنې په عملیاتو کې برخه اخلي.

همدارنګه د پاکستان بحري ځواک ای ټی ار الوتکه له تربت څخه د عملیاتو لپاره په سمندر کې لټون کوي او د پاکستان نېشنل شپنګ کارپورېشن سوداګریزه یوي بېړۍ هم د سمندري لټون په عملیاتو کې برخه اخلي.

چارواکي وايي دشپی ناوخته پوري د بېلابېلو ادارو ترمنځ ګډې هڅې روانې وي خو تر شپي ناوخته د الوتکې د ځای یا د عملې  په اړه کوم معلومات نه دي ترلاسه شوي.

د پاکستان د هوايي ډګرونو ادارې پخلې کړې چې په ورکه شوې کارګو الوتکه کې د عملې پنځه غړي سپاره وو، او د هغوی د موندلو لپاره د سمندر کې د لټون او ژغورنې عملیات په دوامداره توګه روان دي.

دا ليکنه په ټولنيزو رسنيو شريکه کړئ

زمونږ افيشل خپرونې په اي ميل وګورئ

خبرپاڼې ته ګډون وکړئ

د نویو خبرونو او مقالو لپاره خپل برېښنالیک ولیکئ.