د خېبرپښتونخوا په ۳۵ ضلعو کې په ۲۰۲۱ او ۲۰۲۲ کلونو کې د ترسره شوو بلدياتي ټاکنو له لارې له درې سوه زيات د يونين کونسلونو، ويليج کونسلونو او نېبرهوډ کونسلونو منتخب استازو د جون په شلمه خپله څلور کلنه دوره بشپړه کړه.
د سوات د بابوزۍ تحصيل ښاروال (مېئر) شاهد علي خان د جون په ۲۱مه په مينګوره کې له يو شمېر چيئرمينانو سره په ګډه خبري غونډه کې وويل چې په تېرو څلورو کلونو کې يې د ولس هغه ستونزې حل نه کړې شوې چې د دوی دندو او مسؤليتونو برخه وې. نوموړي وويل، کله چې بلدياتي ټاکنې وشوې او په پېښور، مردان او کوهاټ کې د پاکستان تحريک انصاف نوماندانو ماتې وخوړه، نو صوبايي حکومت له بلدياتي ادارو څخه واکونه او مالي سرچينې بېرته واخيستې.

هغه زياته کړه چې خپله هم د پاکستان تحريک انصاف غړی دی، خو د دغو بدلونونو له امله يې اندېښنې څرګندې کړې او د کونسلر اتحاد تر چتر لاندې يې احتجاجونه هم کړي دي. د ده په وينا، له دې ټولو سره سره صوبايي حکومت تر اوسه بلدياتي ادارو ته لازم واکونه او د پرمختيايي کارونو لپاره فنډونه نه دي ورکړې.
شاهد علي خان وويل چې صوبايي حکومت واکونه تر ولسي کچې د سپارلو اراده نه لري. د ده په خبره، که حکومت بلدياتي نظام ته واک او فنډ نه ورکوي، نو بيا دې په ميلينو روپۍ د بلدياتي ټاکنو پر ترسره کولو نه لګوي.
د سيدو شريف د يونين کونسل منتخبې ښځينه چيئرپرسنې نسيم اختر مشال ډيجېټل ته وويل چې پخوا هم د بلدياتي نظام برخه پاتې شوې او د ولس خدمت يې کړی دی. هغې وويل، په تېرو دورو کې که څه هم فنډونه کم وول، خو بيا هم کارونه کېدل. د هغې په وينا، په دې څلورو کلونو کې د سوات ضلعې لپاره يوازې په دوو قسطونو کې شل کروړه روپۍ پرخصوصي فنډ ورکړل شوې وه.
نسيم اختر وويل چې د ښځو لپاره خصوصي فنډ نه وو ځانګړې شوې، حال دا چې په سوات کې لسګونه ښځينه کونسلرانې او له اتيا زياتې ښځينه غړې منتخبې شوې وې. د هغې په وينا، ښځينه استازو ته نه واک ورکړل شو او نه هم د تګ راتګ او غونډو لپاره لازمې اسانتياوې برابرې شوې.
هغې زياته کړه: “دا څلور کاله يوه ناکامه تجربه وه. په داسې حال کې چې له وړاندې هم ښځې سياست ته په سختۍ راځي، دا وضعيت به یې نورې هم مايوسه کړي.”
د بابوزۍ تحصيل د کونسل اسمبلۍ سپيکر طاهر خان مشال ډيجېټل ته وويل چې د سلام پور يونين کونسل خلکو د خپلو سيمو د ستونزو د حل لپاره ورباندې باور کړی و او رايه يې ورکړې وه. هغه وويل چې د بابوزۍ په تحصيل کې ۷۲ منتخب چيئرمينان وو چې پکې لس ښځې، د اقليتونو او ځوانانو استازي هم شامل وو.
د ده په وينا، د کونسل غونډې په منظم ډول ترسره شوې، پرېکړه ليکونه او قانون سازي هم وشوه، خو عملي پايلې يې نه لرلې. نوموړي وويل، د قانون له مخې بايد ډپټي کمشنر د کونسل غونډو ته حاضر شوی ، خو په تېرو څلورو کلونو کې پنځه ډپټي کمشنران بدل شول او يو هم غونډو ته حاضر نه شو.

طاهر خان وويل چې منتخب استازو ته لازم واکونه نه وو ورکړل شوي او نه يې د حکومتي چارواکو، په ځانګړي ډول د انتظاميې، د حساب غوښتنې واک درلود. هغه زياته کړه چې د دغې تجربې له امله ځايي سياستوال مايوسه شوي، خو بيا به هم د راتلونکو ټاکنو برخه وي او د جمهوريت د پياوړتيا لپاره به خپلې هلې ځلې جاري ساتي.
د مينګورې د شاهدرې سيمې منتخب چيئرمين عظمت علي، چې د مخالفو سياسي ډلو سره تړاو لري، مشال ډيجېټل ته وويل چې د سوات کونسل ته د تېر حکومت پر مهال ۴۰ کروړه روپۍ ځانګړې پرمختيايي فنډ ورکړل شوې و، خو د ده په وينا دا فنډ د صوبې نورو ضلعو ته نه وه ورکړل شوې.
هغه تور پورې کړ چې د سوات ښاروال شاهد علي خان د مخالفو ډلو چيئرمينانو ته له دې بجټ برخه نه ده ورکړې او زياتره فنډونه د خپلې ډلې غړو ته ځانګړي شوي دي. نوموړي د فنډونو په وېش کې د بې ضابطګيو او فساد تورونه هم ولګول، خو شاهد علي خان دغه تورونه رد کړل.
د سوات د يوې ځايي ورځپاڼې ايډيټر او خبريال غفور خان عادل وايي، د تېرو څلورو کلونو بلدياتي تجربه ډېره ناکامه وه. د ده په وينا، ولس له خپلو منتخب استازو ډېرې هيلې لرلې، خو د واک او فنډ د نشوالي له امله عملي پرمختګ ونه شو.
هغه زياته کړه چې د صوبايي اسمبلۍ زياتره غړي نه غواړي واکونه او مالي سرچينې تر ولسي کچې ورسېږي، ځکه چې دا کار د هغوی سياسي کارونه محدودوي.
ياده دې وي چې د خېبرپښتونخوا په ۳۵ضلعو کې بلدياتي ټاکنې په ۲۰۲۱ او ۲۰۲۲ کلونو کې په دوو پړاوونو کې ترسره شوې وې. په دغو ټاکنو کې له درې سوه زيات د يونين کونسلونو، ويليج کونسلونو او نېبرهوډ کونسلونو چيئرمينان منتخب شوي وو. له هر چيئرمين سره اووه غړي وو چې پکې عمومي کونسلران، د ځوانانو، اقليتونو، کرونده ګرو او ښځو استازي شامل وو. همدارنګه د هرې تحصيلي ادارې لپاره چيئرمين او د ډويژنونو په کچه مېئران هم ټاکل شوي وو.