فیفا ورلډ کپ: ارجنټاین د پري کوارټر فاینل لوبه کې مصر ته ماتي ورکړه

د فیفا ورلډ کپ (نړيوال جام)  د پری کوارټر فاینل په يوه مهمه لوبه کې ارجنټاین  فټبال لوبډلي مصر ته 3 په مقابله د 2 ګولونو سره ماتي ورکړه، خو د لوبې پر مهال د ریفري ځینو متنازع پرېکړو د مصر لوبغاړو، روزونکو او د ټولنیزو رسنیو کاروونکو د ریفري پر پرېکړو سختې نیوکې وکړې او د لوبې پر شفافیت یې پوښتنې راپورته کړې.

د لوبې په دوهمه نیمایي کې د مصر یو مهم ګول د ویډیو اسسټنټ ریفري له لارې رد شو. ریفري وویل چې نږدې 100 ګزه لرې یو فاول شوی و او د همدې له امله یې ګول لغوه (رد) کړ. د مصر لوبډلې پر دې پرېکړه سخت اعتراض وکړ او دا یې ناعادلانه وبلله.

د لوبې په وروستیو شېبو کې د مصر کپتان محمد صلاح د ارجنټاین له یو لوبغاړي سره مخامخ شو، چیرته چې ارجنټایني لوبغاړي هغه وغورځاوه، خو ریفري فاول ورنکړ. دا پرېکړه نه یوازې مصري لوبغاړي غصه کړل، بلکې په ټولنیزو رسنیو کې هم خلکو پرې سخت غبرګون وښود.

په همدې ډول، په یوه بله موقع کې هم ارجنټایني لوبغاړي یو مصري لوبغاړی وغورځاوه او خپله لوبه یې روانه وساتله، خو ریفري نه فاول ورکړ او نه یې مصر ته ممکنه پینالټي ورکړه. پر دې پرېکړه هم خلکو او شنونکو سختې نیوکې وکړې او د ریفري پر بې طرفۍ یې شک څرګند کړ.

د مصر د لوبډلې مشر روزونکي (کوچ) حسام حسن هم د لوبې پر مهال د ریفري پر پرېکړو اعتراض وکړ، چې له امله یې ریفري هغه ته ژیړ کارت ورکړ. د لوبې وروسته حسام حسن وویل چې که نتيجه هر څه وي، خو حقیقت روښانه دی او نړۍ ولیدل چې څه وشول.

مصري لوبغاړي مصطفی زکو هم سخت غبرګون وښود او ویې ویل: “ارجنټاین ته د ورلډ کپ مبارکي وایم، داسې ښکاري چې ټورنامنټ مخکې نه ټاکل شوی و.” هغه زیاته کړه چې ریفري بې انصافي وکړه او انصاف یې ونه کړ.

په ټولنیزو رسنیو کې هم ګڼ شمېر کاروونکو د ریفري پر پرېکړو نیوکې وکړې، ځینو خو حتی د فوټبال نړیوالې ادارې پر رول هم پوښتنې راپورته کړې او دا یې د نورو لوبو له متنازع ادارو سره پرتله کړه.

بل لور ته، ارجنټاین د لوبې په دوهمه نیمایي کې ښه لوبه وکړه، درې ګولونه یې وکړل او مصر ته یې 2-3 ماتې ورکړه، چې له دې سره یې کوارټر فاینل ته لار پیدا کړه.

دا لوبه که څه هم د لوبې له پلوه ډېره په زړه پورې وه، خو د ریفري د پرېکړو له امله رامنځته شوې شخړه به ښایي نور هم دوام وکړي او امکان لري چې پر فیفا فشار زیات شي څو په راتلونکو مهمو لوبو کې د ریفري کولو معیار او د کارول لا شفاف کړي

دا ليکنه په ټولنيزو رسنيو شريکه کړئ

زمونږ افيشل خپرونې په اي ميل وګورئ

خبرپاڼې ته ګډون وکړئ

د نویو خبرونو او مقالو لپاره خپل برېښنالیک ولیکئ.