د پښتو ژبې طنزيه او مزاحيه شاعر ظفر خان ظفر وايي چې په خپله شاعرۍ کې يې په داسې ډول د خلکو دردونه انځور کړي دي چې د اوريدونکو په شونډو خندا هم خوروي ۔
هغه وايي چې پښتو ادب مزاح او طنز ته ډېرې اړتیا لري، خو په خیبر پښتونخوا کې د دې صنف شاعران او لیکوالان د نشت برابر دي ۔
د مشال ډیجیټل سره په یوه ځانګړې مرکه کې ظفر خان ظفر د خپل ۴۰ کلن ادبي سفر، د شاعرۍ پیل او د طنز د اهمیت په اړه خبرې وکړې او وېې ويل چې په لومړي سر کې يې سنجیده شاعري کوله ، خو بیا د ځینو کسانو په مشوره، په ځانګړې توګه د نامتو لیکوال قلندر مومند په وینا، هغه د مزاحیه شاعرۍ میدان ته راغی ۔

هغه وايي چې په پښتو ادب کې طنزيه او مزاحيه شاعري ډېره کمه ده حال دا چې اوريدونکي دغه ډول شاعري ډيره خوښوي ۔ هغه وايي چې له تيرو څلورو لسیزو راهيسې په دوامداره توګه مزاحیه او طنزيه شاعري کوي ۔
ظفر خان ظفر چې په پښتو ادب کې د ماسټرۍ ډګري ترلاسه کړې ده وايي چې هايیکو او پیرودي د هغه د شاعرۍ ځانګړنې ګڼل کيږي ۔ هغه وايي چې له وړوکتوب راهيسې یې د شعرونو لیکلو شوق درلود ۔
“ما به شعرونه ليکل خو مور به مې راته ویل چې شاعران به په هغه جهان کې له خپلې ژبې زوړند وي نو ما به له ویرې خپل شعرونه سوزول ۔ خو د ژوند یوې پېښې زما تقدیر بدل کړ۔ د بجلی د نیولو په یوه پېښه کې تر روغتون ورسېدم۔ هم د روغتون له بسترې مې په باقاعده توګه شاعري کول پیل کړل۔ ځکه چې د ناروغۍ په دوران د انسان زړه نرم شي او شاعري کول د حساس طبیعت کار دی۔ شاعري د خیال د څرګندولو غوره لاره ده”
د مشال ډيجيټل د يوې پوښتنې په ځواب کې هغه وويل چې وخت (زمانه) تر ټولو لوی استاد دی ۔ د وخت تېرېدو سره انسان د ژوند د تجربو له لارې ډېر څه زده کوي ۔
هغه وايي چې په هر ځوان کې چې ټیلنټ ویني، نو هڅه کوي چې ورته په هماغه برخه کې د لیکلو روزنه ورکړي ۔ د هغه په وینا نوې ليکونکي لارښوونې ته اړتیا لري چې د طنز او مزاح صنف ژوندی پاتې شي ۔
د ظفر خان ظفر په نظر طنز د ټولنې د اصلاح تر ټولو غوره وسيله ده ۔ هغه وايي چې د خندا تر شا هغه تراخه پټ وي چې سنجیده شاعري یې نشي رابرسيره کولای ۔ که ټولنه وغواړي چې ژوندۍ او سوچه پاتې شي، نو طنز او مزاح ته باید په ادب کې هغه ځای ورکړي چې حق یې دی ۔