د امریکا مرستیال ولسمشر جي ډي وانس او د ګډو ځواکونو د لوی درستیزانو د کمېټې مشر جنرال ډان کاین د ایران جګړې د نور پراخېدو په اړه اندېښنه ښودلې ده_
د راپور له مخې، دواړو چارواکو د جمعې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې په یوه غونډه کې ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته ویلي چې که جګړه نوره هم وغځېږي، نو امریکا له بېلابېلو ستونزو سره مخ کېدای شي.
په رسنيو كې خپور شوو راپورونو له مخې جنرال کاین په ځانګړي ډول د امریکا د وسلو او مهماتو د زېرمو د کمېدو او د جګړې د نورو ممکنه پایلو په اړه اندېښنه څرګنده کړه. هغه ویلي چې امریکايي پوځ شته پوځي پلانونه عملي کولای شي، خو د هغو احتمالي پایلو ته هم باید پام وشي.
د جمعې تر شپې وروسته، امریکا د ایران پر ضد خپل پرله پسې هوايي بریدونه ودرول. د امریکا د دفاع وزارت یوې سرچینې رسنيو ته ویلي چې دا عملیات اوس مهال “ځنډول شوي” دي.
تر اوسه دا نه ده روښانه چې د مهماتو د کمېدو اندېښنه او که د جګړې د پراخېدو خطر، د بریدونو د درولو اصلي لامل و. همدارنګه دا هم معلومه نه ده چې دا ځنډ به څومره دوام وکړي.
د سپینې ماڼۍ ویاند سټیون چیونګ وویل، ولسمشر ټرمپ لا هم سیاسي او ډیپلوماتیک حل ته لومړیتوب ورکوي، خو که ایران د هرمز تنګي یا د امریکا د متحدینو پر ضد خپل اقدامات جاري وساتي، نو د امریکا ټول انتخابونه پرانیستي دي.
هغه زیاته کړه چې پر ایران لګېدلي بندیزونه او وروستي پوځي بریدونه د دې لپاره دي چې تهران خبرو اترو ته کښېني. د هغه په وینا، که ایران خبرو ته حاضر نه شي، نو د امریکا غبرګون به سخت وي.