د سوات پوليسو وياند ناصر اقبال کريمي د جولای په ۲۳مه په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې د مينګورې پوليسو د جولای په ۲۲مه د معمول ګشت پر مهال د پيپلز چوک سره نږدې د مبينه منشيات خرڅوونکو يوه ډله ودروله. د پوليسو په وينا، دغو کسانو پر پوليسو ډزې وکړې او په ځوابي ډزو کې يو تن فياض، چې په “فياضي” مشهور و او د ملوک اباد اوسېدونکی و، ژوبل شو. نوموړي وروسته په روغتون کې ساه ورکړه.
پوليس وايي، د فياض پر ضد د منشياتو د خرڅلاو شاوخوا ۸۰ مقدمې درج وې. د پوليسو په خبره، د ډزو وروسته د ډلې نور کسان وتښتېدل او د هغوی د نيولو لپاره عمليات روان دي.
له دې وړاندې هم د جون په ۱۷مه د سيدوشريف د ګلکدې په سيمه کې ادريس نومی مبينه منشيات خرڅوونکی د پوليسو سره په نښته کې وژل شوی و. همدارنګه د همدې مياشتې په ترڅ کې د مينګورې په ملوک اباد کې د “کشتي” په نوم يو بل مبينه منشيات خرڅوونکی هم د پوليسو سره په نښته کې وژل شوی و.
د راپورونو له مخې، د ۲۰۲۴م کال په دسمبر کې هم د منګلور تاڼې ايس اېچ او رحيم خان د مبينه منشيات خرڅوونکو سره په نښته کې وژل شوی و. په هغه پېښه کې يو مبينه منشيات خرڅوونکی هم وژل شوی و. پوليسو ويلي وو چې وژل شوي ملزم مخکې هم د منشياتو په مقدماتو کې ککړ و او د نيولو پر مهال يې پر پوليسو ډزې کړې وې.
د وروستۍ پېښې په اړه د سوات ډېری اوسېدونکو د پوليسو د اقدام ملاتړ کړی دی. د بره بانډۍ د “سمه لار” ټولنې مشر سلطان علي مشال ډيجيټل ته وويل، د منشياتو پر ضد د پوليسو هر اقدام د ملاتړ وړ دی. د هغه په وينا، په سوات کې د نشه يي توکو استعمال ډېر شوی او ګڼې کورنۍ يې زيانمنې کړې دي. نوموړي زياته کړه چې د عدالتي نظام د کمزورۍ له امله ډېر د منشياتو تورن کسان سزا نه ويني.
بل اړخ ته د سوات بار اېسوسي اېشن غړی او د بشري حقونو فعال شوکت سليم ايډوکېټ بيا وايي، دا ډول پېښې له محکمې پرته وژنې بلل کېږي. هغه مشال ډيجيټل ته وويل، پوليس بايد د قانون له مخې مقدمې جوړي کړي او تورن کسان عدالت ته وړاندې کړي. د هغه په وينا، که دا لړۍ همداسې روانه پاتې شي، نو په راتلونکې کې د بې ګناه خلکو د زيانمنېدو اندېښنه هم شته. هغه غوښتنه وکړه چې د دغسې پېښو خپلواکې او عدالتي پلټنې وشي.