سندر غاړی جليل شبنم وايي چې غږ يې د کلي له حجرې ټولو پښتون ميشتو سيمو ته ورسيدو

د خیبر پښتونخوا د سوات ضلعې د کبل سیمې سره تعلق لرونکي  جلیل شبنم د پښتو ژبې هغه ولسي سندرغاړی دی چې په خپل خوږ غږ یې د پښتنو زړونه ګټلي دي ۔

جلیل شبنم مشال ډیجیټل ته په یوه ځانګړې مرکه کې د خپل ۴۵ کلن فني سفر، اوسنۍ موسیقۍ او د حکومت د بې پامۍ کیسه وکړه ۔ هغه وويل چې په تانده ځوانۍ کې يې د سندرو ويل پیل کړي دي ۔

هغه د خپلې لومړنۍ سندرې پحقله وويل:

“لومړی به مې د کلي په حجرو کې د خپل فن مظاهره کوله ۔  بیا وروسته زما غږ د راډیو او ټیلی ویژن نه هم خپور شو او دغه رنګ مې د پښتو ادب خدمت وکړو”

جليل شبنم وويل چې په کال ۱۹۸۰ کې کې یې په باقاعده توګه سندرې ویل پیل کړل او د کیسټونو په دور کې یې د ټیپ ریکارډر لپاره تر څلورو زرو پورې البمونه وکړل ۔

“په سټیج او پي ټي وي کې مې هم تر ۴۰ کالو پورې سندرې وویلې۔ کوشش مې وکړ چې خپل غږ د نړۍ ګټ ګټ ته ورسوم او تر ډېره حده په دې کې کامیاب هم شوم ۔ په کور او بهر مې ویل شوې سندرې ولس ډېرې خوښې کړې “

 د اوسنيو او پخوانيو د سندر غاړو د توپير په اړه  د يوې پوښتنې په ځواب کې جلیل شبنم مشال ډيجيټل ته وويل:

“د پخواني و سندرغاړو په څېر محنت اوسنی کهول نه کوي ۔ زیاتره هغه سندرې او غزلې وايي کومې چې پخوانیو سندرغاړو ویلي دي۔ ځکه ورته نوم پیدا کول هم ګران دي ۔ ما به په خپل وخت کې د پي ټي وي لپاره یوه سندره په ۶ ورځو کې ریکارډ کوله ۔ ولې اوسني سندرغاړي دومره زيار نه باسي ۔ بايد دوی ته زیات محنت وکړي”

هغه وويل چي د فن په برخه کې یې استادان رفیق شنواری، رحدت حسین، بختیار استاد، او دل فراز نیازي په څېر مشران دي ۔

جليل شبنم د فن د راتلونکي په اړه اندیښنه هم څرګنده کړه:

“په خیبر پښتونخوا کې نوي خلک سندرې او موسیقۍ زده کول غواړي خو د مسلکي زده کړو لپاره د سرکاري هنري اکاډمۍ د نشتوالي له امله یې نه شي زده کولی ۔ زما د حکومت نه دا غوښتنه ده چې د هنرمندانو لپاره اکاډمۍ جوړې کړي “

هغه وويل چې ولس ډيره مينه ورکړې ده خو په حکومتي کچه يې تر دې دمه په زړه پورې حوصلې افزایي نه ده شوې ۔

د جليل شبنم یو زوی امیر شبنم هم سندرې وايي او خلک يې غږ خوښوي ۔

 په پای کې جلیل شبنم هغه سندره مشال ډیجیټل ته زمزمه کړه چې په  ۱۹۸۰ کال کې یې په ريډیو پاکستان او بیا وروسته په پاکستان ټیلی ویژن کې ویلې وه ۔

چي په سپين رخسار د تورو زلفو دام ږدي

عاشقان به ورته سر پکې مدام ږدي

چي ديدن د ښائسته وو په کور مومي

سترګې وخوره چي په بل لوري به ګام ږدي

د بڼو غشي چي ټول په ما راخلاص کړي

يار لينده د وريځو هله په آرام ږدي

جلیل شبنم وويل چې پښتو سندرې د دوام لپاره محنت، نوي الفاظ او سرکاري ملاتړ غواړي ۔ که حکومت د هنرمندانو لپاره اکاډمۍ جوړې نکړي، نو پښتو موسيقي پخواني  خواږه غږونه به د وخت سره ورک شي ۔

دا ليکنه په ټولنيزو رسنيو شريکه کړئ

زمونږ افيشل خپرونې په اي ميل وګورئ

خبرپاڼې ته ګډون وکړئ

د نویو خبرونو او مقالو لپاره خپل برېښنالیک ولیکئ.