د سعودي عربستان د حج او عمرې وزارت د عمرې لپاره د يو کال اعتبار لرونکې څو وارې ويزې اعلان کړی، چې له مخې به زائرين وکولای شي د ويزې د اعتبار په موده کې څو ځله سعودي عربستان ته د عمرې لپاره سفر وکړي.
د خپور شوي راپور تر مخې، د دې ويزې لرونکي کسان به د يو کال په موده کې څو ځله سعودي ته داخلېدلی شي، خو د ټولو سفرونو د اوسېدو ټوله موده به له ۹۰ ورځو څخه زياته نه وي.
د ويزې د شرايطو له مخې، د هر سفر لپاره به زائر بايد د نسک ډيجيټل پلېټفارم له لارې د منظور شويو خدمت وړاندې کوونکو څخه د عمرې يو خدماتي پکېج واخلي. د دغه پکېج موده به د ويزې له پاتې اعتبار څخه زياته نه وي.
همدارنګه، سعودي ته له سفر مخکې به د نسک اپليکېشن له لارې د عمرې رسمي اجازه اخيستل هم لازمي وي .
راپور وايي، هر ځل چې زائر له سعودي ووځي، ويزه به غيرفعاله شي او د راتلونکي سفر لپاره به د اړوندو مقرراتو تر پوره کولو وروسته بېرته فعاله کېږي.
خو دا ويزه به د حج د موسم پر مهال، يعنې د ذي القعدې له لومړۍ نېټې څخه د ذي الحجې تر ۱۳مې پورې، د کارولو وړ نه وي.
د سعودي د حج او عمرې وزارت وايي، دا نوې ويزه به د زائرينو لپاره د سفر په پلان جوړولو کې لا زياته اسانتيا رامنځته کړي او د عمرې د ټول سفر پر مهال به ډيجيټلي او عملياتي خدمتونه نور هم منظم کړي.
د سعودي د عمومي ادارې د شمېرو له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې نږدې ۴۳ ميليونه کسانو عمره ادا کړې وه.