د اقلیمي بدلون او ګرمۍ زیاتېدو سره پوهانو خلکو ته خبرداری ورکړی، چې زیاته ګرمي او د هوا حبس نه یوازې ورځنی ژوند اغېزمنوي، بلکې د انسان روغتیا ته هم خطرې پېښوي.
د دوي په وینا، که لازم احتیاطي تدابیر ونه نیول شي، نو د هیټ سټروک (د ګرمۍ شدید اغېز) په ګډون ګڼې خطرناکې روغتیايي ستونزې رامنځته کېدی شي. خو د څو ساده احتیاطي لارو خپلولو سره د ګرمۍ زیانونه تر ډېره کمېدی شي.
د امریکا د نېشنل انسټیټیوټس آف هیلت د معلوماتو تر مخې، د انسان بدن د خولې (پسینې) له لارې خپل ځان یخ ساتي. خو کله چې تودوخه ډېره لوړه شي یا د هوا رطوبت زیات وي، نو دا طبیعي سیستم سم کار نه شي کولی. په داسې حالت کې د ګرمۍ له امله د عضلو دردونه، د بدن پړسوب او هیټ سټروک خطر ډېرېږي، چې ځینې وختونو کې د ژوند لپاره هم خطرناک تمامېږي.
روغتیاپوهان وایي، په ګرمه هوا کې تر ټولو مهمه خبره دا ده چې بدن ته کافي اندازه اوبه ورسېږي. د فلوریډا پوهنتون ډاکټر وینډل پورټر وایي، د بدن یخ ساتلو لپاره باید په منظم ډول اوبه وڅښل شي، ځکه چې د اوبو کمی بدن د خولې د لارې په سمه توګه نه شي یخولی.
هغه سپارښتنه کړې چې په یخو اوبو غسل یا شاور کول د بدن د تودوخې کمولو اغېزمنه لاره ده. همدارنګه، په غاړه او مړوندونو د یخو ټوټو یا د یخ کڅوړي اېښودل هم زر یخوالی رامنځته کوي، ځکه په دغو برخو کې د وینې رګونه د څرمنې سطحې ته نزدې وي.
ماهرینو د کورونو د یخ ساتلو لپاره هم څو مهمې مشورې ورکړې دي. د دوی په وینا، سهار وختي دې کړکۍ د طبیعي هوا لپاره پرانیستل شي، خو د نمر د راختلو وروسته دې وتړل شي او پردې یا بلاینډونه دې راښکته کړل شي، ترڅو د کور دننه تودوخه کمه پاتې شي.
همدارنګه، پکي دې داسې وکارول شي چې ګرمه هوا له کوره بهر وباسي، او د باورچي خانې او تشناب ایګزاسټ فینونه هم د اضافي تودوخې او بخار په ایستلو کې مهم رول لري.
روغتیاپوهان وایي، چې د شپې له خوا دې د پنبې (کاټن) چادرۍ او سپکې جامې وکارول شي، ځکه دا د هوا ښه تګ راتګ ته لاره هواروي. که کور کې بېسمنټ وي، نو د سختې ګرمۍ په وخت هلته ویده کېدل نسبتاً ډېر ارام وي. همدارنګه، هغه خونې چې استعمالېږي نه، دروازې یې تړلې وساتئ، ترڅو یخه هوا یوازې د کارېدونکو خونو دننه پاتې شي.
ماهرینو د روایتي بلبونو په ځایې د ایل اي ډي بلبونو د کارولو وړاندیز کړی دی. ځکه چې دغه بلبونه ګرمي نه پیدا کوي صرف رڼا ورکوي.
دوی دا هم وایي چې آیس کریم او نورو ډېرو یخو خوږو موادو خوړو سره که څه هم وقتي ارامي راشي، خو باید د ډېرې چینۍ لرونکو خوړو د زیات استعمال څخه ډډه وشي، ځکه دا د بدن په تودوخې منفي اغېز کولی شي.