د ۲۰۲۶ کال د فیفا نړیوال جام کې به هغه لوبډله چې اتلولي وګټي، یوازې د سرو زرو جام او مډالونه نه اخلي، بلکې د فیفا له خوا به ورته د ریکارډ په کچه ۵۰ میلیونه ډالر جایزه هم ورکړل شي۔
فیفا د دې نړیوال جام لپاره ټولټال ۸۷۱ میلیونه ډالر جایزې ځانګړې کړې دي. هر څومره چې یوه لوبډله مخکې ځي، هغومره یې مالي جایزه هم زیاتېږي۔
د نړیوال جام هره برخه اخیستونکې لوبډله به هم د جایزو له پیسو خپله برخه ترلاسه کوي. فیفا وایي چې د لوبډلو بریاوې او د سیالۍ تر وروستیو پړاوونو رسېدل به د هغوی د فدراسیونونو لپاره زیاتې مالي ګټې ولري۔
- د نړیوال جام اتل ټیم ته: ۵۰ میلیونه ډالر
- دویم مقام ته: ۳۳ میلیونه ډالر
- درېیم مقام ته: ۲۹ میلیونه ډالر