د کوہاټ کېنټ پولیسو د جون پر ۲۹ مه نېټه د مسافر وړونکو یوه موټر کې درنه وسله نیولې ده
د یادې ضلعې پولیسو مشر شهباز الاهي رسنیو ته استولې یوخ خبر پاڼه کې ویلي چې په اسخباراتي معلوماتو پولیسو د کاغذۍ چېک پوسټ د سپرلو د یوه موټر د پلټنې پر مهال یو افغان وګړی د مومن خان په نوم نیولی او د هغه څخه یې یو راکټ لانچر، ۲۲ لاسي بمونه، ۱ بوسټر او ۳۷ مارټر مرمۍ (راؤنډونه) هم نیول شوي دي.
د پولیسو په خبره چې د لومړنیو پلټنو له مخې یاده وسله د هنګو نه دره آدم خېل ته وړل کېده.
پولیس وایي چې د افغان کډوال مومن خان پر ضد یې مقدمه درج کړې او نورې پلټنې یې هم پیل کړې دي.