د پاکستان د موسمياتو اداره ویلي چې له جون ۲۹ به په ملک کې موسم تود او اوچ وي.
د موسمیاتو ادارې ویلي چې د هېواد په ډېرو سیمو کې به نن هوا ګرمه او وچه وي، او په میداني سیمو کې به د حبس له امله د ګرمۍ کچه نوره هم زیاخ شي.
ادارې ویلي چې په ځینو لوړو سیمو او د پنجاب په ځینو ضلعو کې د ماښام او شپې پر مهال د تېزو بادونو، تندر او بارانو اورېدو امکان شته .
د راپور له مخې، اسلام آباد او شاوخوا سیمو کې به هوا ګرمه او مرطوبه (حبس لرونکې) وي، او خلکو ته مشوره ورکړل شوې چې بې له اړتیا دې د لمر لاندې نه وځي .
اداره وایلي چي په پنجاب کې به هم په ډېرو سیمو کې هوا ګرمه او وچه وي او حبس به موجود وي، خو د شپې پر وخت په سیالکوټ او نارووال کې په ځینو ځایونو کې د باران او تېزو بادونو امکان دی او په خیبر پښتونخوا کې به هم هوا ګرمه او وچه وي، او په میداني سیمو کې به حبس زیات وي، خو د غرمې وروسته په لوړو سیمو کې اسمان کې به لیږ وريځي راشي.
د اداري په وينا چې سیند او بلوچستان کې به هم سخته ګرمي او حبس وي، خو ساحلي سیمو کې به اسمان لیږ وريځ وي.
د موسمیاتو ادارې خلکو ته او په ځانګړي ډول ماشومانو، ډېر عمر لروونکو کسانو او ناروغانو ته سپارښتنه کړې چې احتیاطي تدابیر دې ونیسي، ډېرې اوبه دې څښي او له سخت لمر څخه دې ځان ساتي.