د مصنوعي ذهانت ( ای آيي) په اړه به امریکا او چین خبرې کوي

دا به د ټرمپ د اوسني حکومت تر واک لاندې د دواړو هیوادنو ترمنځ لومړۍ رسمي ناسته وي. ټاکل شوې چې دغه خبرې به د ستمبر پر ۲۴مه امريکا ته د چين د ولسمشر شي جين پينګ له پلان شوي سفر وړاندې ترسره شي.

د ماهرانو تر مخې د ای آيي نظامونو رامنځ ته کیدو سره سم ځیني چیلنجونه او خطرې هم پیدا شوې دي..

تمه ده چې دواړه لوري په لاندې موضوعاتو خبرې وکړي

څنګه مخه ونيول شي چې ترهګره ډلې او نورې نا دولتي ډلې د ای آيي د ټکنالوژۍ ناوړه ګټه پورته نه کړي.

د ای آيي اغېزې پر پوځي سيستمونو، سايبري امنيت او نړيوال ثبات کې کوم کردار لوبولی شي؟

د ای ايي ټکنالوژيو د خوندي استعمال لپاره د ګډو اصولو او تخنيکي معيارونو امکان.

امريکا او چين د نړۍ دوه ستر ځواکونه دي چې د مصنوعي ذهانت په برخه کې یو بل سره سخت رقابت لري. خو دواړه دا د ډېر پرمختګ تر څنګ دا هم مني چې  دسايبري بريدونو، د پوځي شخړو د ناڅاپي پراخېدو خطر، د ای آیي ټیکنالوژۍ څخه ناوړې استفادې خطر هم موجود دی.

کارپوهان وايي، د ستمبر د دغې ناستې اصلي موخه به د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د ساتلو لپاره د خبرو اترو د يو دوامداره ذریعې جوړول، د باور فضا رامنځته کول او د راتلونکو همکاريو لپاره بنیاد ايښودل وي. نه دا چې کومه لويه سياسي تړون لاسليک شي. تر دې که محدودې همکارۍ هم وشي، دا به د پرمختللې مصنوعي ذهانت د خوندي او زمه واره کارونې په برخه کې د راتلونکو خبرو لپاره مهم ګام وبلل شي.

دا ليکنه په ټولنيزو رسنيو شريکه کړئ

زمونږ افيشل خپرونې په اي ميل وګورئ

خبرپاڼې ته ګډون وکړئ

د نویو خبرونو او مقالو لپاره خپل برېښنالیک ولیکئ.