د بلوچستان مستونګ ضلعې په د دښت(دشت) سیمې د میاں غنډۍ لنک روډ د پیر ولي کې د پولیسو موټر ته نژدې بمي چاودنه شوې ده، چې له امله یې ۴ پولیس سرتېري لږ ژوبل شوي او موټر ته هم لیږ (جزوي) زیان رسېدلی دی.
د دشت د تاڼې پولیسو ویلي چې د پولیسو موټر له دښت محکمې (عدالت)څخه بندیان مستونګ زندان ته انتقالول، چې په لاره کې د پیر ولي په سیمه کې پرې د چاودېدونکو توکو په وسیله برید وشو.
له چاودنې وروسته امنیتي ځواکونو د پېښې ځای ته ورسېدلو ورسته سیمه په خپله ولکه کې اخستې او د پېښي د لټون عملیات یې پیل کړي.
په پېښه کې ژوبل شوو سرتېرو ته لومړنۍ طبي مرستې ورکړل شوې دي او د هغوی حالت له خطره بهر بلل شوی دی. ددې پېښي ذمواري تر دې دمه چاپه غاړه نه ده اخستې.
د پولیسو چارواکي وايي چې د پېښې په اړه نورې پلټنې روانې دي.
په تېرو وختونو کې هم په بلوچستان کې پر هغه پولیسو بریدونه شوي چې بندیان یې عدالت ته وړاندې کولو ته رسولو پر مهال ورباندې شوي.
په بلوچستان کې له څو کلونو راهسې د ناامنۍ پېښې زیاتې شوي چې د بریدګرو لخوا امنتي ځواکونه په نښه کیږي خو د بلوچستان حکومت د وسلوالو پر ضد وخت پر وخت خپل عملیات کوي.