د سوات د کانجو پولیسو د خپلې ښځې، لور او زوم په قتل تورن کس نیولی دی

د سوات پولیسو ویاند ناصر اقبال کريمي  وایي، نن سهار د‌سوات په تحصيل کبل کوزه باندئي کې په کورنۍ شخړه ډزې کونکې کس سره د وسلي نيول شوې، په دغه کس تور دې چې ده خپله ښځه، واده شوې لور او زوم په ډزو وژلې. پوليس وايي چي د‌مقامي خلقو په اطلاع پوليسو کاروایې کړې. 

 د ویاند په خبره چې کانجو پولیس سټېشن په حدودو کې د سیګرام کوزه بانډۍ په سیمه کې د دغه پېښې وروسته پولیس سمدستي د پېښې ځای ته رسېدلي او پلټنې یې پیل کړې.

ویاند زیاته کړې چې په دې لړ کي د کانجو ایس ایچ او حبیب سید او پولیسو ډلې عملیات ترسره کړل او د پېښې تورن باچا زاده یې ونیوه.

د لومړنیو پلټنو له مخې، تورن د کورني شخړې له امله خپله مېرمن، لور او زوم افتخار په ډزو وژلي دي. د پولیسو په وینا، نورې پلټنې روانې دي

دا ليکنه په ټولنيزو رسنيو شريکه کړئ

زمونږ افيشل خپرونې په اي ميل وګورئ

خبرپاڼې ته ګډون وکړئ

د نویو خبرونو او مقالو لپاره خپل برېښنالیک ولیکئ.