د سوات د والي هغه کړینې چې نن یې هم خلک یادوي

هر کال د جون پر پنځمه نېټه د پخواني ریاست سوات د وروستي والي، میاګل عبدالحق جهانزیب د زېږون ورځ په سوات کې نمانځل کېږي. سږ کال هم په سیدوشریف کې په ودوديه هال کې په همدې اړوند یوه لویه دستوره (غونډه)جوړه شوې وه. په دې غونډه کې د والي سوات لمسیانو، سیاسي او ټولنیزو شخصیتونو، عامو خلکو او زده‌کوونکو ګډون کړی و.

د والي سوات لمسۍ زيب النسا د غونډې ته په خپلو خبرو کې وویل چې میاګل عبدالحق جهانزیب، چې د سوات ولس ورته د مینې له مخې “والي سوات” وایي، په ۱۹۶۹م کال کې ریاست سوات د پاکستان حکومت ته په داسې حال کې وسپاره چې یو بشپړ، منظم او پر اسانتیاوو سمبال نظام یې درلود. هغه وویل چې په هغه وخت کې د سوات ترڅنګ بونیر، شانګله او کوهستان هم د ریاست برخه وو.

هغې زیاته کړه چې ریاست سوات په ۱۹۱۷ کال کې جوړ شوی و او لومړی واکمن یې باچا صاحب و. وروسته په ۱۹۴۹ کال کې میاګل عبدالحق جهانزیب د ریاست مشر شو او د ادارې، تعلیم، روغتیا او عدالت لپاره یې یو منظم نظام رامنځته کړ. د هغې په وینا، خلکو ته به پر وخت انصاف رسېده، ښوونځي، روغتونونه او سړکونه جوړ شول او همدې خدمتونو د والي سوات نوم تر اوسه د ولس په زړونو کې ژوندی ساتلی دی.

د والي سوات بل لمسي، میاګل شهریار امیرزیب، وویل چې والي سوات ټول ولس ته د خپلو بچیانو په سترګه کتل. هغه وویل چې باچا صاحب د نوي ریاست د پرمختګ لپاره یو منظم نظام جوړ کړی و او سوات یې په یوه فلاحي ریاست بدل کړی و. د هغه په وینا، په هغه وخت کې تعلیم او درملنه وړیا وو او په ښوونځیو کې به زده‌کوونکو ته شیدې او غوړي هم ورکول کېدل. دد هغه په خبره چې دغه لړۍ وروسته میاګل عبدالحق جهانزیب هم روانه وساتله او د تعلیم د ودې لپاره یې ځانګړي ګامونه پورته کړي و.

د سوات د تعلیمي بورډ پخواني مشر پروفېسور محمد اقبال وویل چې خپله یې د والي سوات په دوره کې زده‌کړې کړې دي. هغه وویل چې والي سوات به د اروپا له سفرونو څخه د پرمختللو ودانیو او تعلیمي ادارو نمونې راوړې او په سوات کې به یې عملي کولې. د هغه په وینا، والي سوات د سیمې هغه ولس چې تر ډېره قبایلي بڼه یې لرله، د پوهې، تعلیم او نظم له لارې د پرمختللو او باعزته قومونو په کتار کې ودراوه.

پروفېسر محمد اقبال وویل چې کله سوات په ۱۹۶۹ کال کې له پاکستان سره یوځای شو، نو د والي سوات ډېری پرمختیایي پروژې ودرېدې او سیمه په ګڼو برخو کې له پرمختګ څخه وروسته پاتې شوه.

د سوات شاعر، ادیب او لیکوال فضل محمود روښان وویل چې د سوات ولس ځکه والي سوات او د هغه کورنۍ یادوي چې هغوی یو سوله‌ییز، پرمختللی او سوکاله سوات لیدلی و. هغه وویل چې په هغه وخت کې خلکو ته انصاف، تعلیم او روغتیايي خدمتونه وړیا ترلاسه کېدل او د سیمې طبیعي سرچینې د ولس د ګټې لپاره کارېدې.

هغه زیاته کړه چې والي سوات نه یوازې ښوونځي، روغتونونه او نورې ودانۍ جوړې کړې، بلکې د سوات کرنه، سیندونه او ځنګلونه یې هم خوندي ساتلي وو. د هغه په وینا، د والي سوات د واکمنۍ پر مهال د قانون پلي کول شتون درلود او د ژوند د هرې برخې لپاره ښکاره اصول او قوانین نافذ وو. همدا وجه ده چې د سوات ګڼ خلک اوس هم د والي سوات دوره د نظم، پرمختګ او د یو ښه حکومت یوه یادګاري او مثالي دوره ګڼي.

د والي سوات د زېږون د کلیزې په اړوند جوړې شوې غونډې ته د سیمې ګڼو مشرانو، پوهانو او ټولنیزو شخصیتونو هم تفصیلي ویناوې وکړې. ویناوالو د ریاست سوات د پرمختګ، سوکالۍ او ښې حکومتولۍ لپاره د والي سوات د خدمتونو ستاینه وکړه او د هغه د تاریخي او نه هېریدونکو خدماتو په درناوي یې هغه ته پېرزوینې وړاندې کړې.

په دې اړه:

دا ليکنه په ټولنيزو رسنيو شريکه کړئ