د زیارت کڅ پېښې پر ضد په بلوچستان کې سیاسي ګوندونو او سوداګرو کاربندیز

نن د جولای ۱۷ مه ټول بلوچستان کې سیاسي ګوندونو  او سوداګرو اتحادییو د زیارت د کڅ سیمې د پېښې پر ضد د کوټې کویله پاټک باندې روان احتجاجي پرلت په ملا تړ کاربندیر کړی، په دې لړ کې د بلوچستان په ټولو ضلعو په ښارونو کې کاروباري مرکزونه،  دوکانونه او مارکېټونه تړل شوي.

 په سیاسي ګوندونو کې پښتونخوا ملي عوامي ګوند،عوامي نېشنل ګوند،پښتونخوا نېشنل عوامي ګوند،  ملي جمهوري غورڅنګ،  جمعیت علما اسلام  (ف) ډلي ، پاکستان تحریک انصاف ګوند او نور ګڼ سیاسي ګوندونه شامل دي.

تر دې وړاندې د جولای ۱۲ مه سیاسي ګوندونو د زیارت کڅ سیمه د پېښې پر ضد په کوټه کې ناست پرلت په ملاتړ د بلوچستان په ګڼو پښتون مېشتو ضلعو کې احتجاجونه کړی و.

 د جولای ۱۳ مه د کوټې د وکیلانو اتحادیو ( پاکستان بار کونسل او بلوچستان بار کونسل)  په کوټه د پرلت په ملاتړ احتجاج کړی و.

 دې پرلت د بلوڅ ملتپاله ګوند بلوچستان نېشنل ګوند ( مېنګل ) ډلې مشر اخترجان مېنګل هم د پرلتوالو سره د خواخوږۍ کولو لپاره ورغلی و.

یاده دي وي چې د جولای پر ۶ مه وسلوالو د کوټې شمال ختیځ لور ته شاوخوا پر ۶۰ کیلومیټره د زیارت ضلعې کڅ سیمه کې د پولیسو پوستې (حوزې) په مانګي ډېم پروژه کې د امنیت لپاره ګومارل شوو پولیس سرتېرو برید کړی و د حکومت په خبره چې وسلوالو ۹ پولیس سرتېري وژلي او ګڼ یې تښتولي و حکومت دا هم ویلې و چې د عملیاتو مهال یې۱۵ وسلوال هم وژل شوي و.

د تښتول شوو پولیسو سرتېرو په ګډون ۲۱ مړي د جولای پر ۸ مه د کوټې شمال ختیځ لور ته شاوخوا پر ۲۰ کلیومیټره منګله کې ومندل شول چې له هغه ورسته کوټې دولتي روغتون ته ولېږدول شول، څه مړې د احتجاج په توګه د کوټې کویله پاټک باندې د احتجاج په توکه د هغوی خپلوانو کښېښول او پرلت یې پېل کړ چې لا دوام لري.

پرلتوال له حکومته د انصاف او امن ورکولو او دپېښي د یو ازاد قضایی کمېسیون( جوډیشل کمیشن)جوړولو غوښتنه کوي.

جولای پر ۵ مه د وسلوالو لخوا د کوټې شمال ختيځ لور ته شاوخوا پر ۲۵ کیلو مټره هنه وړک ببری کلي باندې  بريد کړی و چې د یادې سیمې دخلګو په وینا چې د وسلوالو د ببري کلي ۴ کسان وژلي، ۸ کسان یې ژوبل کړي او ۱۱ کسان یې تښتولي، چې پر ضد یې د وژل شوو خپلوانو او سیاسي ګوندونو د کوټې عسکري پارک چاوڼۍ سره نژدې پرلت وهلی و.

 ددې دواړو بریدونو ذمواري د پاکستان حکومت لخوا ناقانونه ګرځول شوې ډله تحریک طالبان پاکستان په غاړه اخستې وه چې د پاکستان حکومت ورته ( فینه الخوراج) نوم کاروي.

د جولای پر ۹ مه د بلوچستان د حکومت د کورنيو چارو سلاکار بابر يوسفزی د شپې ناوخته په خپل بیان کې ويلي چې هغه ټول کسان چې د کوټې د هنه اوړک سيمې د کلي ببری څخه تښتول شوي وو، په خوندي ډول راخوشې کړل شوي دي.

 د تښتول شو کسانو د راخوشي کېدو ورسته د هنه وړک سیمې د پرلتوالو او حکومتي چارواکو سره د خبرو اترو ورسته پرلت ختم کړل شو.

د پرلتوالو او حکومتي چارواکو تر منځ په وار وار خبرې اترې ( مزاکرات) شوي خو څه پایله یې نه ده ورکړې.

د بلوچستان د کورنيو چارو وزير مير ضياالله لانګو  تېرو ورځو کې ویلي و  چې حکومت د زيارت پېښې د قربانيانو له کورنيو سره ولاړ دی او د هغوی غوښتنو ته د رسېدو لپاره جدي دی. نوموړي زياته کړه، حکومت د خبرو اترو له لارې د ستونزې پر هواري باور لري او د ترهګرۍ پر ضد د بلوچستان په بېلابېلو ضلعو کې عمليات هم روان دي.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو ادارې ( ای ایس پي ار) مشر لېفټننټ جنرال احمد شریف چودري د جولای پر ۸ مه راولپنډۍ کې یوې خبري غونډې ته وویل چې د جولای له پنځمې نېټې راهېسې په بلوچستان کې د وسلوالو بریدونو او ورپسې عملیاتو کې ۴ ملکي وګړي ۲۷ پولیس سرتېري او ۱۱ پوځیان وژل شوي دي  د هغه په خبره چې ۵۴ وسلوال هم وژل شوي.

د جولای پر ۱۱ مه د امنيتي سرچينو په خبره، د کوټې ختیځ لور ته غریزه سیمه شعبان کې په وروستيو عملياتو کې يې ۵ نور وسلوال وژل شوي دي.

سرچينې وايي، د عمليات شعبان په ترڅ کې د وژل شويو وسلوالو ټول شمېر ۵۷ ته رسېدلی دی.

د امنيتي سرچينو په وينا، د جولای له ۵مې نېټې راهيسې په عمليات شعبان او نورو استخباراتي عملياتو کې ټول ۹۵ وسلوال وژل شوي دي.

امنيتي سرچينې وايي، د بلوچستان شعبان کې به عمليات تر هغه دوام ولري چې وروستی وسلوال هم له منځه يووړل شي.

حکومتي سرچینې وایي چې د زیارت د کڅ سیمې د پېښې ورسته یې د شعبان سیمې په ګډون په بلوچستان کې تر ۱۰۰ زیات وسلوال وژلې دي.

 حکومت ویلي چې د وسلوالو پر ضد به عملیات دوام ولري تر څو ورستی وسلوال هم له منځه تللی نه وي.

دا ليکنه په ټولنيزو رسنيو شريکه کړئ

زمونږ افيشل خپرونې په اي ميل وګورئ

خبرپاڼې ته ګډون وکړئ

د نویو خبرونو او مقالو لپاره خپل برېښنالیک ولیکئ.