د زیارت د کڅ سیمه کې د وژل شوو پولبسو سرتېرو د وژنې پر ضد د کوټې کویله پاټګ باندې ناست احتجاجې پرلت په ملاتړ سیاسي ګوندونو احتجاجونه او کاربندیز اعلان کړی.
د جولای پر ۱۴ مه مازیګر د پښتنو ملتپالو ګوندونو مشرانان پرلت ته ورغلي او هلته یې خپلې ویناوي کړې.
په دغه پرلت کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند، د پاکستان د ایین ساتنې غورځنګ او د قامي اسمبلۍ د ممخالفو ډلو مشر محمود خان اڅکزی، د عوامي نېشنل ګوند صوبایي مشر اصغر خان اڅکری، د پښتونخوا نېشنل عوامي ګوند مشر خوشحال خان کاکړ ، د ملي جمهوري غورځنګ مشر محسن داوړ او د نورو سیاسي ګوندونو صوبایي مشرانو ګډون درلود او پرلت ته یې خپلې ویناوي وکړې.

محمود خان اڅکزي پرلت ته د خپلې وینا مهال پرلتوالو او سیاسي ګوندونو باندې غږ وکړ چې د پښتنو د ستونزو هوارولو لپاره دې په کوټه کې جرګه راوبلل شي، خو د جرګې نېټه او وخت نه دی ښول شوی او نوموړي زیاته کړه چې په پاکستان مېشت قامونو ته دې د هغوی په سیمو کې د هغوی پر شتمنیو اختیار او په هغوی کې برخه ورکول شي.
خوشحال خان کاکړ د خپلې وینا مهال پر پښتنو د یو مټې کولو غږ وکړی چې پښتانه باید د خپلو ستونزو د هوارولو لپاره یو شي.
د پرلتوالو د کمېټۍ او د حکومتي چارواکو تر منځ په وار وار خبرې اترې شوي خو څه پایله یې نه ده ورکړې.
د جولای ۱۴ مه او ۱۵ م منځنۍ شپه کې یوار بیا د پرلت کمېټۍ او حکومتي چارواکو تر منځ خبرې اترې شوي چې حکومتي چارواکو کې د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر ضیا لانګو، د بلوچستان د روغتیا وزیر بخت کاکړ، سناتور (سنېټر) منظور کاکړ او نورو غړو ګډون درلود.
د حکومتې چارواکو سره د خبرو اترو ورسته د جولای ۱۵ مه سهار شاوخوا څلور نیمې بجې د عوامي نېشنل ګوند صوبایي مشر اصغر خان اڅکزي پرلتوالو ته په وینا کې وویل چې د حکومتې چارواکو سره خبرې اترې ( مزاکرات) پایلې نیمګړې پاته شوې.
هغه وویل چې پرلت به د خپلو غوښتونو منلو پورې روان وي.
اصغر خان اڅکزي وویل چې د جولای ۱۵ مه به د بلوچستان په ۶ ضلعو لکه چمن، هرنایي، ږوب، تربت ګوادر او پنجګور کې د سیاسي ګوندونو او ولسي وګړو لخوا د پرلت په ملاتړ احتجاجې مظاهرې کیږي او پر ۱۶ م جولای به په پرلت کې ښځې او ماشومان برخه اخلي او د جولای پر ۱۷ مه به د پرلت په ملاتړ په ټول بلوچستان کې کاربندیز وي.
د بلوچستان د سوداګرو اتحادیې مشر رحیم کاکړ د پرلت پر دریځ ناست د دې کاربندیز ملاتړ وکړل چې د جولای ۱۷ مه به په ټول بلوچستان کې هر ډول دوکانونه، مارکېټونه او کاروباري مرکزونه تړلي وي
تر دې وړاندې د جولای ۱۲ مه سیاسي ګوندونو د زیارت کڅ سیمه د پېښې پر ضد په کوټه کې ناست پرلت په ملاتړ د بلوچستان په ګڼو پښتون مېشتو ضلعو کې احتجاجونه کړی و.
د جولای په ۱۳مه د کوټې د وکیلانو اتحادیو ( پاکستان بار کونسل او بلوچستان بار کونسل) په کوټه د پرلت په ملاتړ احتجاج کړی و.
دې پرلت د بلوڅ ملتپاله ګوند بلوچستان نېشنل ګوند ( مېنګل ) ډلې مشر اخترجان مېنګل هم د پرلتوالو سره د خواخوږۍ کولو لپاره ورغلی و.
یاده دي وي چې د جولای پر ۶ مه وسلوالو د کوټې شمال ختیځ لور ته شاوخوا پر ۶۰ کیلومیټره د زیارت ضلعې کڅ سیمه کې د پولیسو پوستې (حوزې) په مانګي ډېم پروژه کې د امنیت لپاره ګومارل شوو پولیس سرتېرو برید کړی و د حکومت په خبره چې وسلوالو ۹ پولیس سرتېري وژلي او ګڼ یې تښتولي و حکومت دا هم ویلې و چې د عملیاتو مهال یې۱۵ وسلوال هم وژل شوي و.
د تښتول شوو پولیسو سرتېرو په ګډون ۲۱ مړي د جولای پر ۸ مه د کوټې شمال ختیځ لور ته شاوخوا پر ۲۰ کلیومیټره منګله کې ومندل شول چې له هغه ورسته کوټې دولتي روغتون ته ولېږدول شول، څه مړې د احتجاج په توګه د کوټې کویله پاټک باندې د احتجاج په توکه د هغوی خپلوانو کیښودل او پرلت یې پېل کړ چې لا دوام لري.
پرلتوال له حکومته د انصاف او امن ورکولو او دپېښي د یو ازاد قضایی کمېسیون( جوډیشل کمیشن)جوړولو غوښتنه کوي.
جولای پر ۵ مه د وسلوالو لخوا د کوټې شمال ختيځ لور ته شاوخوا پر ۲۵ کیلو مټره هنه وړک ببری کلي باندې بريد کړی و چې د یادې سیمې دخلګو په وینا چې د وسلوالو د ببري کلي ۴ کسان وژلي، ۸ کسان یې ژوبل کړي او ۱۱ کسان یې تښتولي، چې پر ضد یې د وژل شوو خپلوانو او سیاسي ګوندونو د کوټې عسکري پارک چاوڼۍ سره نژدې پرلت وهلی و.
ددې دواړو بریدونو ذمواري د پاکستان حکومت لخوا ناقانونه ګرځول شوې ډلې تحریک طالبان پاکستان په غاړه اخستې وه چې د پاکستان حکومت ورته ( فتنه الخوراج) نوم کاروي.
د جولای پر ۹ مه د بلوچستان د حکومت د کورنيو چارو سلاکار بابر يوسفزی د شپې ناوخته په خپل بیان کې ويلي چې هغه ټول کسان چې د کوټې د هنه اوړک سيمې د کلي ببری څخه تښتول شوي وو، په خوندي ډول راخوشې کړل شوي دي.
د تښتول شو کسانو د راخوشي کېدو ورسته د هنه وړک سیمې د پرلتوالو او حکومتي چارواکو سره د خبرو اترو ورسته پرلت ختم کړل شو.
د بلوچستان د کورنيو چارو وزير مير ضياالله لانګو تېرو ورځو کې ویلي و چې حکومت د زيارت پېښې د قربانيانو له کورنيو سره ولاړ دی او د هغوی غوښتنو ته د رسېدو لپاره جدي دی. نوموړي زياته کړه، حکومت د خبرو اترو له لارې د ستونزې پر هواري باور لري او د ترهګرۍ پر ضد د بلوچستان په بېلابېلو ضلعو کې عمليات هم روان دي.
د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو ادارې ( ای ایس پي ار) مشر لېفټننټ جنرال احمد شریف چودري د جولای پر ۸ مه راولپنډۍ کې یوې خبري غونډې ته وویل چې د جولای له پنځمې نېټې راهېسې په بلوچستان کې د وسلوالو بریدونو او ورپسې عملیاتو کې ۴ ملکي وګړي ۲۷ پولیس سرتېري او ۱۱ پوځیان وژل شوي دي د هغه په خبره چې ۵۴ وسلوال هم وژل شوي.
د جولای پر ۱۱ مه د امنيتي سرچينو په خبره، د کوټې ختیځ لور ته غریزه سیمه شعبان کې په وروستيو عملياتو کې يې ۵ نور وسلوال وژل شوي دي.
سرچينې وايي، د عمليات شعبان په ترڅ کې د وژل شويو وسلوالو ټول شمېر ۵۷ ته رسېدلی دی.
د امنيتي سرچينو په وينا، د جولای له ۵مې نېټې راهيسې په عمليات شعبان او نورو استخباراتي عملياتو کې ټول ۹۵ وسلوال وژل شوي دي.
امنيتي سرچينې وايي، د بلوچستان شعبان کې به عمليات تر هغه دوام ولري چې وروستی وسلوال هم له منځه يووړل شي.
حکومتي سرچینې وایي چې د زیارت د کڅ سیمې د پېښې ورسته یې د شعبان سمې په ګډون په بلوچستان کې تر ۱۰۰ زیات وسلوال وژلې دي.
حکومت ویلي چې د وسلوالو پر ضد به عملیات دوام ولري تر څو ورستی وسلوال هم له منځه تللی نه وي.