د پاکستان تحریک انصاف د خيبر پښتونخوا ویاند شوکت یوسفزي رسنيو ته لېږلي يو بيان کې ويلې چې حکومت د درې میاشتنۍ بودیجې وړاندې کولو نظر پرېښی او اوس به د ټول کال مالي پلان وړاندې کوي۔
د خيبر پښتونخوا وزير اعلا سهيل څو ورځې وړاندې وويلې وو چې که عمران خان سره د ملاقات موقع ور نه کړل شوه نو د دوي حکومت به د پوره کال پر ځای د دريو مياشتو لنډمهاله بجټ وړاندې کړي۔
خو شوکت يوسفزي په خپل تازه بيان کې وويلې دي چې د قانوني او اداري ستونزو له امله دا پلان عملي نه شو۔
شوکت یوسفزي زیاته کړې چې درې میاشتني بجټ به د صوبې لپاره مالي او ترقياتي ستونزې جوړې کړې وې او په ترقياتي منصوبو او اقتصادي وده به یې منفي اغېز کړی وو۔
د هغه په وینا، د ګوند مشرانو د حالاتو له ارزونې وروسته وزیراعلیٰ ته مشوره ورکړه چې د صوبې د پراخې ګټې لپاره پوره د يو کال بجټ وړاندې کړي۔
نوموړي وویل چې کلنۍ بودیجه به اقتصادي بې باوري کمه کړي او په خېبر پښتونخوا کې به د روانو او نوو ترقياتي منصوبو عملي کول يقيني کړي۔
د معلوماتو له مخې، د خېبر پښتونخوا د ۲۰۲۶-۲۷ مالي کال بجټ به د جون په ۱۹مه، د جمعې په ورځ، صوبایي اسمبلۍ ته وړاندې شي۔