خيبر پښتونخوا امن امان لپاره ۱۹۱ اربه، قبايلي ضلعو د پرمختيا لپاره ۴۰ اربه روپۍ ځانګړې کړي

د خېبر پښتونخوا وزيراعلیٰ سهيل افريدي د جمعې په ورځ د مالي کال ۲۰۲۶-۲۷ لپاره د ۲.۱۷۰ ټرېلين روپو بجټ د صوبايي اسمبلۍ غونډې ته وړاندې کړ. د بجټ له مخې حکومت د پرمختيايي پروژو، روغتيا، تعليم، ټولنيزې ښېګړې او امنيت لپاره لويه برخه ځانګړې کړې ده۔

خيبر پښتونخوا کې د بد امنې د مخ نيوي او د امن او امان د ټينګښټ لپاره ۱۹۱ اربه روپۍ ځانګړې شوې دي او د قبايلي ضلعو د پرمختايي پروګرامونو لپاره څلوېښت اعشاريه شپږ او د باقي پاتې ضلعو د پرمختيايي پروګرامونو لپاره ۴۳۱ اربه روپۍ ځانغړې شوې دي۔

وزيراعلیٰ وويل چې د کلني پرمختيايي پروګرامون لپاره ټولې ۵۲۴ اربه روپۍ ځانګړې شوې دي، په داسې حال کې چې د روانو لګښتونو لپاره ۱.۶۴۵ ټرېلين روپۍ اېښودل شوې دي. د بجټ ټول خساره يا کسر ۴۸ اربه روپۍ اټکل شوی دی۔

حکومت د صوبايي سرکاري ملازمينو د تنخاګانو او پنشنونو کې د اووه سلنه زياتوالي وړانديز هم کړی دی. همدارنګه د مزدورانو لږ تر لږه مياشتنی معاش به ۵ زره روپۍ زيات شي او ۴۵ زره روپو ته به ورسېږي۔

د ټولنيزې ښېګړې په برخه کې د “احساس مستحق” پروګرام لپاره ۱۵ اربه روپۍ او د صحت کارډ پروګرام لپاره ۵۰ اربه روپۍ ځانګړې شوې دي۔ همدارنګه د اېم ټي ايي روغتونونو لپاره ۸۰ اربه روپۍ بېلې شوې دي۔

د وزيراعلیٰ په وينا، د پېښور بيا رغونې پروګرام لپاره ۳۶ اربه روپۍ، د پېښور بي آر ټي لپاره ۷.۵ اربه روپۍ او د خوشحال هزاره پروګرام لپاره ۴ اربه روپۍ ځانګړې شوې دي۔

د اقليتونو د اقتصادي پياوړتيا لپاره ۵۱ ميليونه روپۍ اېښودل شوې دي. د “احساس کسان” پروګرام لپاره ۲ اربه روپۍ او بهر هېوادونو ته د روزګار لپاره تلونکو کسانو ته د بغېر سود قرضو سکيم لپاره هم ۲ اربه روپۍ ځانګړې شوې دي۔

حکومت د برقي موټرسايکلونو او رکشو سکيم لپاره ۲.۵ اربه روپۍ هم اېښودلې دي۔

د صحت ټولې برخې ته ۳۳۴ اربه روپۍ او د تعليم لپاره ۴۶۸ اربه روپۍ ځانګړې شوې دي. همدارنګه د بلدياتو لپاره ۹۰ اربه، د کورنيو چارو ادارې لپاره ۲۹ اربه، د ټرانسپورټ لپاره ۱۴ اربه، د کرنې لپاره ۲۹ اربه، د توانايۍ يا انرژۍ لپاره ۴۲ اربه او د زکات فنډ لپاره ۲۸ اربه روپۍ ځانګړې شوې دي۔

دا ليکنه په ټولنيزو رسنيو شريکه کړئ

زمونږ افيشل خپرونې په اي ميل وګورئ

خبرپاڼې ته ګډون وکړئ

د نویو خبرونو او مقالو لپاره خپل برېښنالیک ولیکئ.