د خوست اوسیدونکي د برښنا د پرچاویو مخنیوی غواړي

سره له دې چې د نورو کلونو په پرتله په خوست کې د برښنا پرچاوی کمې شوي، خو خلک د دوی اړتیاوو ته په کتو له اړوندو ادارو غواړي، چې شته نیمګړتیاوو ته دې هم حل لارې وموندل شي.

په خوست او ټول افغانستان کې په ټولییز ډول د خلکو لخوا په سخته ګرمۍ او ډېر ساړه کې د برښنا لګښت ډېریږي، چې له همدې کبله د شپې او ورځې په بهیر کې څو، څو وارې پرچاوی مینځته راځي.

د خوست یو تن اوسیدونکي محمدالله مشال ډیجټل ته وویل، چې د برښنا پرچاوي ډېر کله د ماښام او ماسخوتن په منځ او د ورځې په جریان کې رامنځته کیږي، چې په دې وخت کې خلک له برښنا د رڼایی او بادپکو دواړو استفاده کوي.

نوموړی زیاتوي: ”شمسي یا لمریزه برښنا هم سم کار نه کوي، ځکه لمر کله وي او کله نه وي، دا ډ‌ېر مشکل دي، ځکه اصلي ګرمي په همدې وخت کې وي. “

یو بل ځايي اوسیدونکی پغمان وايي، دوی پوهیږي چې د برښنا د پرچاویو اصلي لامل په ټرانسفرمرونو ډېر فشار وي، چې مسوولین يې بیا له ناچارۍ په څو برخو ویشي، خو ناچاره دي، چې د دې ستونزې د هواري غوښتنه وکړي.

دی زیاتوي، که چیرې یادې ستونزې ته اساسي حل پیدا شي، خلکو سره به ډېره مرسته وشي.

په خوست کې د منځنۍ اسیا څخه د راغځیدلې وارداتي  برښنا سب سټېشن دا مهال د اسماعیل خېلو او مندوزیو ولسوالۍ اړوند د ورزې په سیمه کې دی، چې له هغه ځایه د خوست ښار او د مرکز اړوند سیمو، اسماعیل خېلو او مندوزیو، همدارنګه تڼیو او ګربزو د نږدې سیمو ګڼو کورنو  ته برښنا ورکړل شوې ده.

بل لوري ته د خوست د برښنا شرکت مسوولین د خلکو یادې ستونزې او انديښنې پر ځای بولي او وايي، د دې ستونزې د بنستيز حل لپاره  په خوست کې د برښنا د دویم لوی سب سټیشن د نصبولو پلان لري.

د یادې ادارې مشر مولوي عزت الله مخلص وویل: ”خوست ګڼ نفوسه ولایت دی، دا برق کفایت نه کوي، په ژمي او اوړي کې پرچاوي رامنځته کیږي، دې لپاره موږ په دویم سب سټیشن باندې کار روان کړی، هغې لپاره مو د صبریو د شیخ مدي سیمه ټاکلې ده، ځمکه يې موږ ته انتقال شوې، اداري چارې يې هم تر ډېره بشپړې شوې دي او افغانستان برښنا شرکت د سږ کال په پلان کې هم داخل کړی دی. “

نوموړي زیاته کړه، د نوي سب سټیشن په جوړولو او نصبولو سره به دا ولایت تر ډېره د برښنا له اړخه پر ځان بسیا شي.یاده دې وي، په خوست کې دا مهال شاوخوا شل زره کورنیو ته برښنا ورکړل شوې، چې عملاً ورڅخه کار اخلي، خو که چیرې د برق دویم سب سټېشن هم فعال شي، د برښنا د ګټه اخیستونکو کورنیو شمېر به دېرشو زرو ته لوړ شي.

دا ليکنه په ټولنيزو رسنيو شريکه کړئ

زمونږ افيشل خپرونې په اي ميل وګورئ

خبرپاڼې ته ګډون وکړئ

د نویو خبرونو او مقالو لپاره خپل برېښنالیک ولیکئ.