پولیس وایي چې د جولای پر لومړۍ نېټه د بلوچستان په پښتون مېشه سیمه دوکۍ ښار کراس ته نږدې د برېښنا د ګرېډ سټېشن په سره د یوې د سړک د جوړولو شرکت (تعمیریاتي کمپنۍ ) پر مشینرۍ نامعلوم وسله والو برید کړی،دپولیس په خبره چې وسله والو د د سړک د جوړولو شرکت دوه د سړک جوړولو رولر ماشینونو ته اور اچولی چې د اورلګېدنې له امله د کمپنۍ دواړه روډ رولر ماشینونه په بشپړه توګه سوځېدلي دي. پولیس وايلي چې برید کوونکي له پېښې وروسته له سیمې په تېښته بریالي شوي دي.
پېښه د دوکۍ ښار څخه ۱۵ کیلومتره جنوب ته د کوهلو پر سړک رامنځته شوې ده.
د پېښې ځای د غړواس پولیس تاڼې څخه شاوخوا درې کیلومتره واټن لري.
پولیسو وایي چې د پېښې پلټنې پیل کړې دي او د برید کوونکو لټون روان دی.
یاد سړک د جوړولو شرکت له دوکۍ څخه تر څمالنګ سیمې پورې د ۱۰۵ کیلومتره سړک د جوړولو چارې ترسره کوي.
په بلوچستان کې وخت پر وخت داسې پېښې رامنځ ته کیږي چې د تعمیریاتي کمپنیو مشینري د وسلوالو لخوا سوځل کیږي او یا کان کیندونکي تښتول کیږي چې په بدل یې د وسلوالو لخوا د پیسو ورکولو غوښتنه کیږي.
د بلوچستان حکومت وایي چې د داسې پېښتو رامنځ ته کېدو ورسته د وسلوالو پر ضد وخت پر وخت عملیات هم تر سره کوي